تاریخ تکراریږي دبندتیمور د غمیزي په تړاوو

لیکنه عزام حقانی
په لومړي صلیبي جنګ کې چه دټولي اروپا قوتونو دمسلمانانو په سیموباندې دوږو ملخانو په څیر هجوم راووړ اوغوښتل یی چې دمدیترانې سمندر شاوخوا ټولې سیمي دمسلمانانوله واکه وباسې اودمسلمانانولومړۍ قبله بیت المقدس ترخپل تسلط لاندې راولې ، چه تر ډیره حده په دي شومه اراده کې کامیابه شول ، خوپه مسلمانانو باندي الله جل جلاله دخپل رحمت دروازې پرانیستي دسلطان نورالدین زنګي اوسلطان صلاح الدین ایوبي په څیر مشران اوآمیران یې پکې پیداکړل ، چه صلیبیانوته یې غاښ ماتوونکې ماتې ورکړي اوشرمیدلي یې دمسلمانانو له سیموڅخه وشړل او دمسلمانانو لمړنۍ قبله یی دوباره ازاده کړله.
نوهغه وخت کې هم چه کله به دجګړې په ډګر کې صلیبیانو ماتې وخوړه انتقام به یې له مظلومو اوخالي لاسو مسلمانانواخیسته شهیدانول به یی بیګارکمپونو کې به یی ساتل چه هغه داسي ځای ووه چه له انسانه به یی دهډوکوکالبوت جوړاوه.
نن ورځ هم چه کله امریکایان اوملګری یی دطالبانو په وړاندي په جنګ کې تلفات وګوري نو انتقام یی له بې وسو ښځو ، ماشومانو اوسپینږریو اخلې ،
کفاروڅخه ګیله کول پکارنه ده ځکه دوی غواړي په ټوله نړۍ دصلیب بیرغ ورپوی نوددی هدف دترلاسه کولو لپاره موږهم وژنی اوخپل ځانونه به هم له لاسه ورکوی.
به اوسنی وخت کی هم کفری طاقتونه دمسلمانانو په وژلو اوتباه کولو کی دخپلو پخوانیو نیکونو اومشرانو څخه کم نه دی په بو سنیا کوسوو فلسطین، کشمیر،چیچین، اوعراق کی چی څه وشول دنړۍ ټول خلګ پری ښه خبر دی ،
نونن چی کوم وحشتونه اوظلمونه په افغانستان کی ددوئ لخوا کیږی کومه نوی خبره نه ده .
خو افسوس دهغو بی ننګو اوبی غیرتو پر حال باندی ده چی ددی کفاروتر اجنډا لاندی دمسلمانانو په وژلو لګیادی ، اوددی وحشیانوبربریت اوظلم به یو اوبل نوم تمثیلوی،
صلاح الدین آیوبی رحمه الله به ویل: زه دنړۍله تولو کفاروسره مقابله کولی شم خو یو ایمان پلورنکی سره مقابله راته سخته ده.
دکابل بې واکي اوغلامي ادارې دا برید په ډیره سپین سترګۍ سره ټول وژل سوي مظلوم هیوادوال طالبان ونومول ، شرمیدلو انتظار باسی دحساب شیبې رالنډي سوي دي.
دالله نصرت ډیر رانژدي دی ،
الله ته هم نور دمظلومانو آه اوزارۍ د برداشتولونه دي
ژرده چه له يوي مخې مو دهلاکت کندي ته وروغورځوي.
مجاهدینو وروڼو لږ نور لاهم استقامت وکړی دښمن په ګونډوده



