امریکا کې میشت پخوانی استخباراتي مشر له افغانستان څخه ممنوع الخروج اعلان شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فرید افغان)

د ولسمشر غني د پریکړې په اساس د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل ته داسې مهال چې اوس امریکا ته په سفر تللی د ممنوع الدخول پرځای د ممنوع الخروج حکم صادر شوی دی.

که څه هم څو ګړۍ وړاندې ځینو رسنیو د نوموړي د تبعید خبر ورکړ چې ګواکې د دوستم په برخلیک اخته شوی خو
د ۸ صبح ورځپاڼې د راپور ترمخه، نبیل ویلي چې په لنډه موده کې به هیواد ته بیرته ستون شي او د حکومت پریکړه یې د ازادۍ له حقوقو دمحرومولو او د نافذه قوانینو پرضد ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې خپل سیاسي فعالیتونه به یې کمزوري نه شي .
د نبیل د سفر په باب څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو ویلي و، چې نوموړی امریکا ته دپناه اخیستلو په خاطر تللی دی.
باید وویل شي چې د ګډحکومت مشرتابه د نبیل له فعالیتونو سره مخالفت لري او پخوا ځینې راپورونه د نوموړي د نیولو په هکله هم ورکړل شوي و.
نبیل د ټاکنو پرمهال د ملي یووالي د اوسنیو مشرانو لاسوهنې بډې ورکول او فسادونه هم افشاکړي و، همداراز یې سږکال د لړم په میاشت کې وویل چې په ۱۳۹۳ کال کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال د یولوړ پوړي حکومتي چارواکي په کور کې د کارتونو دجوړولو ماشین ایښودل شوی و او جعلي کارتونه یې د یو مشخص نوماند په ګټه چاپول.
د نوموړي ګوند ویلي چې حکومت به د نبیل په تبعید یا ممنوع الخروج کولو سره هیڅ لاسته راوړنه ونلري او لا به دوی وهڅوي چې په حکومت له شته فساد څخه پرده پورته کړي.
شنونکي وایي نبیل ته په داسې حال کې چې نوموړی له هیواده بهر دی ممنوع الخروج اعلانول به هغه د دوستم په برخلیک اخته کړي او ښایي د راتګ مخه یې هم ونیسي.
ځکه چې په وینایي حکومت په ډاګه نه وایي چې خپل پخوانی استخباراتي مشر یې تبعید کړی او داچاره به هم د لومړي مرستیال په څیر د راتګ پرمهال معلومه شي.
او که داسې نه وي بیا نو دا دخندا وړ پریکړه ده چې له هیواده بهر یوڅوک ممنوع الخروج اعلانیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button