ځان وژنه حرامه ده

لیکوال، ابوعُزیرحنفي
الله جل جلاله انسان اشرف المخلوقات پیداکړی دی ددی وجهی نه الله جل جلاله ددنیاټول مخلوقات دانسان دفایدی لپاره پیداکړي دي چی کله دقیامت ورځ راشي اوانسان ددنیانه ختم شي نو نورمخلوقات به هم الله جل جلاله په همغه وخت ختم کړي همدغه وجه ده چی په اسلامي شریعت کښی دځان وژل هم حرام دي،
ځکه که ځان وژل حلال شي نوبیابه هرسړی په معمولی خبره خپل ځان وژني،
اوشریعت کښی دځان وژلوګناه داده چی ترقیامته به داکس په قبرکښی همدغه شان ځان وژني اوپه بیابه دقیامت نه روسته همیشه همیشه په جهنم کښی وي،
دلته دیوی خبری وضاحت خپله دیني فریضه ګڼم اوهغه داچی یوځان وژل دي اوبل دالله جل جلاله په لاره کښی ځان قربانول دي،
دالله په لاره کښی ځان داسی ټوټی کول په ډیروځایونوکښی ثابت دي لکه په جنګ بدرکښی دصحابوؤتعداد۳۱۳ وه اودکافروتعداد(۹۵۰)وؤ دمسلمانانوسره صرف دوه اسونه او(۷۰)اوښان وو دکافروسره (۱۰۰) اسونه او(۱۷۰) اوښان وو،
داُحدپه غزا کښی دمسلمانانوتعداد (۱۰۰۰) نه هم کم وؤ اودکفاروتعداد (۳۲۰۰) وؤاسلحه اوجنګي سازوسامان هم دکفاروسره دمسلمانانوپه مقابل کښی دری چنده وؤ،
غزوه خندق (غزوه خیبر) کښی دمسلمانانوتعدا (۳۰۰۰) وؤ اودکافروتعداد (۱۰۰۰۰) وؤ،
دنوروجنګونو تفصیل که ذکرکوم خبره بیااوږدیږي،
نوددومره ډیرتعدادکافرو اودومره ډیرو اسلحو او ټانګونو (اسونه اوښان) سره مقابله کول هم په ظاهره ځان په زور مرګ ته برابرول دي،
خوحقیقت دادی چی مسلمان جنګ ته دشهادت په نیت راوځی خوداخبره هلته رښتیاکیږي چی کله خبره دالله درضاوي اوکه کله مسلمان دتنخواه یاډالرولپاره جنګ ته راووځي نوبیا هغه دسرنه نه تیریږي، اګرکه سرتیری یاسربازنوم هم ورته حکومت کیږدي خوبیاهم دطالب اومجاهدمقابله پری نشي کولی،
بعضی خلک دااعتراض کوي چی فدائې برید ناروادی؟؟؟؟؟
نواول خودتنخواه دپاره حکومت ته دسرنه چی څوک تیریږي هغه ته حکومت ولی سرباز اوسرتیری وائې دهمدی وجهی نه چی دادسرنه تیروي نوچی هرکله یوعسکر دیوڅوډالرولپاره دخپل سرنه تیریدی شي،
نوطالب یامجاهدولی دالله درضاپه خاطردخپل سرنه نشي تیریدلی،
خوحقیقت دادی چی دالله په لاره کښی دخپل سراومال هال نه تیریدل هغه خلکوته الله په نصیب کوي کوم چی الله ته ډیر خوښ وي،
اوس پدی دواړو کښی فرق دادی چی ځان وژنه حرامه ده اوځان وژنه خلک ددنیوی تکلیفونو اومصیبتونه دوجهی کوي ”
اوهرچه ځان په دین اواسلام ټوټی ټوټی کول دي نوداکار دهرسړي دوس کارندی داکارهغه مسلمان کولی شي څوک چی دایمان هغی اعلادرجی ته کله ورسیږي کومی ته چی نبی علیه السلام په یوه حدیث مبارک کښی اشاره هم کړی ده
حدیث داسی دی،
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ( من رأى منكم منكرا فليغيره بيده ، فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان ) رواه مسلم .
اول به دمنکرتعریف وکړو منکرهرهغه شي ته وائې چی شریعت اوعقل هغه منعه کوي،
نوپدی حدیث مبارک کښی دمنکردختمولو درجی بیان شوی اول داچی په لاس به هغه ظالم دمنکرکارڅخه منع کوی که دلاس طاقت دی هم نه وؤ بیابه ئې په ژبی سره منع کوی اوکه دژبی خبره هم ورته نشی کولی نوپه زړه کښی دغه ظالم اودده دا منکر بدوګڼه،
نوپدی حدیث که لږسوچ وکړو نودی نتیجی ته رسیږو چی په افغانستان کښی نن صباپه هرمحکمه اوهردفترکښی منکرات روان دي،خوددی منکراتوڅخه هغه کسان متاثره کیږي چی دچاورته کاربندوي،رشوت، ظلم، دروغ، ناحقه شهادتونه، وغیره
بل منکرکوم کښی چی خارجی اوداخلي عسکرښکیل دي نوهغه دادی چی په باګرام هوائې میدان اونوروخارجي استوګن ځایونو کښی همدی خارجي عسکروته دزناټول اسباب افغان عسکربرابروي،
دویم داچی په باګرام کښی همدی خارجي عسکرودقرآن مجیدبی عزتی وکړه اوداخلي عسکروئې په مقابل کښی هیڅ اقدام ونکړو،
دریم په باګرام کښی ئې کلمه طیبه دسپی په انځورولیکله اوبیائې دهیلی کوپټرونه راوغورځولی،
څلورم مسجدونه، مدرسی، روغتونونه،
جنازی، دفاتحی مراسم، ودونه، بازارونه، دلوبومیدانونه،
داټول دوی بمبارکړل اوپه زرګونوبی ګناه مسلمانان ئې پکښی شهیدان کړل،
پنځم طالب اوملاچی مسلمانان افغانان ورته ډیراحترام لري ددهشت ګرد په نوم یاشهیدان کړل اویائې په وحشي زندانونو کښی واچول،
شپږم خارجیان چی په کوم ځای کښی دشپی لخواچاپه اووهي که افغانان سړي ځان سره بوځي اوکه ښځي نوافغان عسکرئې نشی منع کولی،
اووم که همدی داخلي عسکروته خپل خارجي دوستان امروکړي چی هغه مخامخ عام وګړی یامخامخ ملا یاطالب باندی ډزوکړۍ او اوئې وژنۍ نوداداخلي عسکرهیڅ کله هم دخپل خارجي بادار ددی خبری نه انکارنشي کولی ،
نوداټول منکرات دي پکارخوداده چی همدی افغان مسلمان اولس دغه خارجي اوداخلي عسکرله دغی نارواڅخه په لاس سره منع کړي وی،
خوزه دابه اومنو چی دلاس زور ئې پری نه رسیږي نودژبی په ذریعه خوئې ددی منکر څخه منع کولی شي ”
اوکه دژبی خبره هم نشي کولی نوبیاخوکم ازکم چی دغه منکرپه زړه کښی بدوګني،
خونن صبادخلکوایمانونه ددنیاډالرو دومره له دین څخه لری کړي دي چی په زړه کښی هم ددی منکراتو څخه نفرت نه کوي بلکه برعکس څوک چی ددغه منکرمقابله کوي نوهغه په قسماقسم سپکو نومونویادوي،
زه نه پوهیږم چی دداسی کس ایمان خوپه دی دری درجوکښی رانغلویعنی اضعف (ډیرکمزوری ایمان)نه هم دده دایمان هغه ګراپ کم شو (یعنی په نشت حساب شو) نوبیاداکس ځان ته څنګه مسلمان وائې،
هغه دنبی علیه السلام حدیث مبارک دی چی داسی وخت به راشي چی یوکس به سهارمسلمان وي اوماښام به کافرشوی وي اویابه ماښام مسلمان اوسهار به کافرشوی وي،
نن دافغانستان بعضی خلک دطالب اومجاهدپه دښمنۍ دومره ګرم راغلي دي چی همدغه حدیث پری ریښتونی کیږي اودوی له ایمانه خلاص دي اوپه ځان خبرهم ندي،



