سرتېریه ترڅو به وژل کېږي!

سرتیریه که خبرې مې اورې نو په سړه سینه او د زړه په غوږو یې واوره!

لیکنه : عبدالله عزام

سرتیریه که خبرې مې اورې نو په سړه سینه او د زړه په غوږو یې واوره!
ګوره دا ۱۷ کاله کېږي چې په جګړه کې راسره ښکېل یې.
۱ـ ستا جګړه د چا لپاره ده؟
۲ـ ته د چا لپاره قرباني ورکوې؟
۳ـ ته د چا په مقابل کې جګړه کوې؟
۴ـ او دا جګړه ولې او د څه په خاطر کوې؟
۱ـ زه پوهېږم چې د چا لپاره جګړه کوې. ۲ـ په دې هم پوهېږم چې د چا لپاره قرباني ورکوې. ۳ـ په دې خو مې بېخي سر خلاص دی چې د چا په وړاندې په جګړه بوخت يې.
خو دا د ۴ مې پوښتنې ځواب به ته راته وایې چې جګړه ولې او د څه په خاطر کوې؟
نو ستا ځواب به ضرور داوي چې د ترهګرۍ په ضد او دوطن د دفاع په خاطر جګړه کوم.
نو اوس د خپل ځواب؛ ځواب هم واوره!
اول خو ته ترهګر هم نه پیژنې، ترهګر هغه څوک دی چې له ما او تا څخه يې د حکومت حق وړی وي،
ترهګر هغه څوک دی چې د اسلام مقدساتو ته توهین کوي،
ترهګر هغه څوک چې له کیلو مټرونوـ کلیو مټرونو لرې هيوادو څخه راځي او بې ګناه افغانان وژني.
او بله دا چې د وطن دفاع خو د پرديو څخه کېږي، چې په وطن یې یرغل کړي او اشغال کړی يې وي.
زه او ته خو د يو وطن، یو ولايت، یوې ولسوالۍ او د يو کلي يو.
د وطن دفاع خو له پرديو څخه کېږي نو خلاصه به يې درته ووایم چې ته د ترهګرۍ پر ضد نه، بلکې د اسلام پر ضد جګړه کوې،
ته د وطن د دفاع په خاطر نه، بلکې د یو څو ډالرو په خاطر جګړه کوې.
سرتېریه! ترڅو به وژل کېږې؟ یو ځل نه، په سل هاوو ځله نه، بلکې په زر هاوو ځله ووژل شوې.
که دې په یاد شي، ستا تر ۵۰۰ ملګرو دې په شاهین قول اردو کې ووژل شول.
که دې په یاد شي، ستا تر ۴۴۰ ملګرو دې د پکتیا په ګردېز کې ووژل شول.
که دې په یاد شي، د قندهار میوند او خاکریز په ولسوالیو کې دې د یو کنډک او د یوې قرارګاه ملګري ووژل شول چې شمېره یې تر ۱۳۰ تنو پورې رسېدله.
که دې په یاد شي ستا تر ۵۰ پورې خارجې او داخلي مشران، د کابل په انټرکانټېننټل هوټل کې ووژل شول.
دا خو مې د بېلګې په ډول درته د ځينو پېښو یادونه وکړه چې ستا ملګري پکې وژل شوي دي، نو ګوره! ضرور به یوه ورځ ته هم وژل کېږې!
زارۍ هم نه درته کوم، نو که غواړې چې ونه وژل شې او دنيا او اخیرت دواړه دې خراب نه شي، نو زما دا دوه خبرو ته غوږ کېږده!:
(۱) راشه د اسلام لارویانو ته تسلیم شه، هغوی به تا ته ښه راغلاست ووايي او ستا ګرم هرکلي به وکړي او که دا نه شې کولی،
(۲) نو دا کار خو وکړه چې دا کوم ټوپک دې چې په لاس ک دی، چا چې درکړی دی، هغه ته يې ورخطا کړه، الله ﷻ ته توبه وباسه او په کور کښېنه.
او که دا دریم کار دې وکړ، نو څومره خوند به وکړي:
هغه دا چې دا کوم ټوپک دې چې په لاس کې دی، شپېلۍ يې په هغه چا ور واړوه چا چې درکړی دی.
نو بیا به ستا کار نامه او ستا مېړانه موږ تر مرګه هېره نه کړو، او د تاريخ په زرينو کرښو به ولیکل شي.
لکه څنګه چي ستا ځينو ملګرو خپلې د ټوپک شپېلۍ په وحشي یرغلګرو ورواړولې او مردار یې کړل.
هغه مو د تاریخ په هنداره ليکلي او تر مرګه به يې هیر نه کړو!
زه پوهېږم چې زما خبرو به لږ غوسه کړی یې، خو له غوسې نه کار مه اخله، زما په خبرو کې لږ فکر او سوچ وکړه، بیا ته پخپله قضاوت وکړه!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button