د ایران دفاع وزیر: امریکا د داعش جنګیالي له سوریې او عراقه افغانستان ته نقل کوي
د ایران دفاع وزیر خپل افغان سیال ته ویلي چې امریکا د داعش جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته لېږي.
د ایران دفاع وزیر، امیر حاتمي، د افغانستان له دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي، سره د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو په ټيلیفوني تماس کې ویلي چې امریکا هڅه کوي د داعش ”ماتې خوړلي“ جنګیالي له سوریې او عراقه افغانستان ته نقل کړي.
حاتمي د دفاع وزیر، بهرامي، ته ویلي، ”امریکا پر سوریې او عراق د واک ټینګولو لپاره د داعش ډله جوړه کړه. په دې دوو هېوادونو کې له ماتې وروسته، امریکا د دې لپاره چې د داعش د بې شرمانه جنایتونو په بهانه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي، هڅه وکړه چې داعش افغانستان ته نقل کړي.“
نوموړي د امریکا د وروستي پلان په اړه، چې له مخې به یې نور اضافي امریکايي سرتیري افغانستان ته راولېږل شي، وویل، ”امریکایانو ثابته کړې ده چې د مسلمانانو دښمنان دي. د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د قدس شریف اعلانولو د امریکا منافقه څېره او له مسلمانانو سره دښمني نوره هم ښکاره کړه.“
د افغانستان دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي، د حاتمي د ټیلیفوني تماس له نیولو او د ایراني مشر او او دولت له غم شریکۍ مننه کړې ده. نوموړي ویلي، ”د افغان ولس دښمن د ایراني ولس هم دښمن دی.“
ایران، چې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه هم کوي، په وار وار ویلي چې داعش ډله امریکا جوړه کړې ده او مرسته ورسره کوي.
د ایران رهبر، آیت الله علي خامنه اي، د روان کال د جنوري د میاشتې په ۳۰مه نېټه په یوه ناسته کې وویل، ”کومو لاسونو چې په عراق او سوریه کې داعش ډله جوړه کړه… اوس هڅه کوي چې داعش افغانستان ته نقل کړي.“ نوموړي ویلي چې له دې کاره د امریکا موخه ”په افغانستان کې د خپل حضور دوام ته بهانه پیدا کول او د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ترلاسه کول دي.“

د ایران په ګډون روسیې هم امریکا، افغانستان ته د داعشیانو په نقلولو او له هغوی سره په مرسته کولو تورنه کړې ده. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، څه موده وړاندې ویلي و چې امریکا او افغان حکومت د داعش جنګیالیو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره هیڅ هم نه کوي.همداراز، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زخاروا، په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې امریکا او افغان حکومت له داعش ډلې سره د وسلو په مرسته کولو تورنه کړه.
د بهرنیانو په ګډون افغان چارواکو او پخواني ولسمشر هم امریکا د داعش په مرستې تورنه کړې ده. حامد کرزي تېر کال له آر ټي ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي و، ”په افغانستان کې د امریکا پوځ او څارگر شته، نو څنگه په دغه هېواد کې داعش راپیدا او دومره ځواکمن شو؟ … ما ته ډېر خلک راځي او راته وايي چې له کومې نښې پرته په وسلو بار چورلکې کښېني او د داعش جنگیالیو ته وسلې او مهمات غورځوي. دغه حالت یوازې په یو څو ولایتونو کې نه دی، بلکې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې روان دی.“
د ولسي جرګې لومړي مرستیال، ظاهر قدیر، په وار وار امریکا او افغان حکومت له داعش سره په مرسته کولو تورن کړي دي. خو افغان حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.



