افغان سوداګر د ګوادر پر ځای د چابهار بندر ته لومړیتوب ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۶ فرید افغان)

د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکیچ د دواړو هیوادونو په سوداګریزو اړیکو هم منفي اغیز کړی او افغان سوداګرو خپل ډیری مالونه د ګوادر بندر له لارې چابهار ته اړولي دي.
د چابهار بندر د لومړي فاز له پرانیستې ایله دوه میاشتې تیریږي، خو افغان سوداګرو خپل ۸۰ سلنه مالونه چې پخوا یې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته واردول اوس یې د ایران بندرعباس او چابهار له لارې واردوي.
د آسیا ټایمز د راپور ترمخه؛ د پاکستان د سوداګرۍ مسؤلین وایي؛ چابهار افغانستان د پاکستان له احتیاجه خلاص کړی او تر ډیره به له دې لارې مستقیما له هنده خپل توکي رانیسي او اسلام اباد ته به افغان صادارت هم محدود کړي.
د سرشمیرونو ترمخه؛ که په چابهار بندر د شمال، جنوب دهلیز پرانیزي دتوکو لیږد رالیږد به له دې لارې ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د پیښور د سوداګرۍ خونې رئیس «زاهدالله شینواری» ویلي وو چې له افغانستان سره یې سوداګري له 2.5 میلیارد ډالرو څخه ۵۰۰ میلیون دالرو ته غورځیدلې ده.
نوموړي ویلي و، چې په افغاني توکو لوړه مالیه او دچابهار بندر پرانیستل له پاکستان سره ددې هیواد دتوکو د کموالي لوی لامل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د ګډې خونې مرستیال رئیس «دارو خان اڅکزی» رسنیو ته ویلي چې پاکستان په دې وروستیو کې پر افغان صادراتو چې لویه برخه یې وچه او لمده میوه، سنګ مرمر او داسې نورو توکي و، مالیه لوړه کړه چې سوداګر اړ شول ترڅو د بدیل په لټه شي.

د یادې ګډې خونې رئیس «ضیاالحق سرحدی» بیا د سوداګرۍ د کموالي لامل د پاکستان بې غوري ښودلې او زیاتوي چې پاکستان هڅه کوي ترڅو له چین سره د «سی‌پک» په نامه اقتصادي دهلیز پرانیزي چې دا کار ددې لامل شوی چې خپله توله توجه هغه لوري ته کړي او له افغانستان سره سوداګرۍ تر ټولو ټیټې کچې ته راولي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button