ډاکټر عبدالله وايي، ملي يووالي حکومت ناکام دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۶) د ګډ حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله وايي، د ملي يووالي حکومت ناکام دی او آن د يوه والي د ګوښه کولو توان هم نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د پروان د نوي والي فضل الدين عيار د معرفي کېدو پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک په عملي کولو، د امنيتي وضعيت په ښه کولو کې پاتې راغلی چې ډیری ستونزې له همدې ځايه راپيدا شوي دي.
عبدالله د عطامحمد نور خپلې دندې ته دوام ورکولو ته په اشاره وويل: چې حکومت دومره کمزوری دی چې د يوه والي د ګوښه کولو توان هم نه لري.
نوموړي وويل، د هېواد امنيتي وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې خرابېږي او د روان وضعيت دوام به خلک د حکومت ضد پاڅون ته مجبوره کړي.
خو ډاکټر عبدالله له خلکو مننه وکړه، چې د ملي يووالي حکومت د دومره کمزوريو باوجود هم د حکومت ملاتړ کوي.
له تېرو دوو مياشتو راهيسې ولسمشر غني د بلخ والي عطامحمد نور ګوښه او پر ځآی يې انجينير داود وټاکه.
خو تر دې دمه عطانور خپله څوکۍ نه ده خوشې کړې او په وار وار يې حکومت ګواښلی او پر خپلې دندې په پاتې کېدو يې ټينګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بلخ ګوښه شوي والي عطانور په دغې ولايت کې د شولګرې ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکلی دی.
امير محمد وقار تر دې مخکې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري د بلخ د چاربولک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی و.
خو سرچينې وايي، چې نوموړي ولسوال د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې د پريکړې پرضد د عطانور په لارښوونه په شولګرې ولسوالۍ کې د ولسوالۍ دنده پيل کړې ده.



