ننګرهار: ګډو ځواکونو د داعش ضد پاڅونوالو په لومړۍ کرښه بمبار او چاپه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۶) تېره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې کلي کې د داعش ضد پاڅونوالو په لومړۍ کرښه عمليات او بمبارۍ کړي، چې په ترڅ کې يې د دواړو لوريو تر منځ نښته رامنځته شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سيمې څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: افغان او امريکايي ځواکونه د داعش ضد پاڅونوالو له کلک مقاومت سره مخ شول او د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې څلور تنه پاڅونوال وژل شوي او په وينا يې د چاپې عسکرو ته هم ځاني تلفات اوښتي دي.

د سرچينې په وينا،  ګډو ځواکونو د چاپې پر مهال د زاوې په سيمه کې د حاجي زمان کلا او ځينې نورې سيمې هم بمبار کړي،چې له کبله يې د قومي مشر ملک ايوب په ګډون له لسو زياتو کليوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينه زياتوي، په دغو عملياتو کې د افغان ځواکونو تر څنګ ډيری امريکايي ځواکونو برخه لرله چې د عامو خلکو د کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې او څو تنه يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: په عملياتو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي او زياتوي چې ” په سیمه کې مجاهدینو شتون نه درلود”.

دا لومړی ځل نه دی، تر دې مخکې هم ګډو ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر ضد د عامو خلکو او طالبانو لومړۍ کرښې بمبار او پر هغوی شپني عملیات کړي.

څه موده مخکې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير او ددغې جرګې نورو غړو ويلي و، چې امريکا د داعش پرمختګ ته په غير مستقيم ډول لاره هواروي او په خپلو بريدونو کې تر ډېره هغه کسان په نښه کوي، چې د داعش پر خلاف يې وسله پورته کړې ده.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button