فاریاب: طالبانو د پخوانی جنګسالار جنرال مالک دفتر نیولی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۶ فرید افغان)

پخوانی جنګسالار او د حزب آزادی ګوند مشر جنرال مالک رسنیو ته ویلي چې د شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې دګوند مرکزي دفتر د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلی دی.

نوموړي ویلي چې دفتر یې طالبانو نیولی خو د اوښتو زیانونو په تړاو یې له څه ویلو ډډه کړې.
په ورته وخت کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ادعا کړې چې د نوموړي دفتر یې نیولی او په بریدکي یې دهغه ګڼ شمیر محافظینو ته مرګ ژوبله اړولې .
طالبانو همداراز د ۱۰میله سپکې درنې وسلې۲مخابرې اونورو مهمات د نیولو خبر هم ورکړی دی.

دیادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو له تیرو دوه شپو راهیسې په مسلسله توګه ددې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ګلمجمو ملیشو د پخواني جنګسالار جنرال عبدالملک په دفتر بریدونه کول چې بالاخره د نوموړي د حزب ازادي ګوند د مرکزي دفتر په نیولو بریالي شول.
باید وویل شي چې جنرال عبدالملک په ۱۹۹۷م کې طالبانو ته تسلیم او وروسته یې د همدې ډلې سره په لوی خیانت کولو سره د مزارشریف ښار او د جوزجان ولایت په دشت لیلې سیمه کې د لسو زرو(۱۰۰۰۰) په شاوخوا کې طالب اسیران ووژل او ځینې یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل.
نوموړی د اجرایه ریاست سلاکار هم دی او د معلوماتو ترمخه، اوسمهال په ایران کې هستوګنه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button