زوی مي مدرسې ته نه ځي

ماشوم ولي مدرسې ته نه ځي؟

ليکوال: يوسف الشحي
ژباړه: محمد نبي (الدين)

له مدرسې څخه وېره او له ورتلو څخه يې ډډه کول، په ماشومانو کي يو معمول ګرځېدلی دی، دا حالت د درسي مراحلو په جريان کي هر وخت منځته را تلای سي، خصوصًا په ابتدايي مرحله کي.

ماشوم ولي مدرسې ته نه ځي؟

1. د ټولنيزو مهارتونو ضعف (ځان ته ملګري نه سي پيدا کولای).

2.  د درسي مهارتونو ضعف (ليک، ياد، لوست…).

3.  د پرېشانۍ او وېري احساس.

4.  کورني مشکلات (له والدينو بېلوالی – کورنۍ ترټني – غيرت).

5.  د زده کړي غير مناسبه طريقه.

6.  په مدرسه کي جنسي يا جسدي ځوروني.

7.  مدرسې ته په تللې لاره کي ازدحام يا خراب والي.

علاج:

1.  مدرسې ته د تلو پر مهال پر ماشوم د ويري او خفګان اظهار مه کوه!

2.  د مدرسې له حد زيات صفت څخه لاس په سر کېدل.

3.  له ده سره ورځ په تبسم سره را پيل کړه او د سهار ناری په ښه بانډار ورسره وکړه!

4.  له مدرسې څخه د بيرته راستنېدو پر وخت، په ښه ډول د ده هرکلی او ښه راغلی وکړه او د ښکلي څه د ترلاسه کولو پوښتنه ورڅخه وکړه!

5.  له زوی سره دي د مدرسې د نه تلو پر سبب بحث وکړه!.

6.  رشوت مه ورکوه (يو شی را کړه، که نه، نه ځم).

7.  د وهلو ترټلو پر ځای د مکافات نظام جوړ کړه (مثلًا: په هرو دوو اونيو کي يو ځل نقدي يا بل ډول مکافات ورکوه).

8.  خپل کورته د ده د ملګرو را دعوتول، تر څو لوبي ورسره وکړي يا ډوډۍ ورسره و خوري.

9.  ځيني ډالۍ اخيستل، ترڅو په صنف کي يې پر خپلو ملګرو ووېشي (قلم – کتابچه – غير مضر خواږه).

10.  د ده د استاذانو سره، د ده د دې کړني په اړه خبري کول، تر څو اسباب او لاري چاري يې پيدا سي.

11.  د ماشومانو و ډاکټر ته ور وستل، ځکه کېدلای سي کوم جسدي عارض ولري.

12.  و مدرسې ته تر تلو مخکي د خپلي ميني اظهار ورته وکړه او په غېږ کي يې کلک ونيسه او يوه د ميني او حنان مچه هم ورڅخه واخله.

د ده په مكر او فرېب مه تېروځه!

که چيري مدرسې ته نه تلی، بايد مجبور سي، خو له زور کارولو پرته، حتی که څه هم ژاړي يا ځان پر ځمکه غورځوي، يا د نس، سر يا بلي عضوي د درد شکايت کوي، بايد مدرسې ور وستل سي او له مدرسې څخه د غير حاضرۍ اجازه ور نه کړل سي.
مګر که موږ هم متيقن سو، چي رشتيا هم، هلک جسدي درد لري، په دې صورت کي بايد ډاکټر ته ور وستل سي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button