د ولسي جرګې ۷۰ سلنه وکیلان خپلې ژمنۍ رخصتي په دوبۍ کې تیروي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۶ فرید افغان)
د قانون تر مخه د ولسي جرګې وکیلان د سلواغې له لومړۍ نیټې تر ۴۵ ورځو پورې د ژمي رخصتي لري چې اړ دي تر څو په دې موده کې په خپلو اړوندو لایاتو کې له مؤکلینو سره وګوري، د هغوی ستونزې واوري او د حل په موخه یې له مربوطو مراجعو سره شریکې کړي، خو زیاتره وکیلان چې به دې اصل خبر هم دي، بیا هم کومه ځانګړې توجه ورته نلري.
د افغان غږ آوا خبري اژانس د راپور ترمخه، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پارلمان ۷۰ سلنه وکیلان د مؤکیلنو سره د لیدلو کتلو پرځای، دې هیواد ته د سیاحت یا هم شخصي کاروبار په موخه ورغلي دي.
سږ کال د پارلمان وکیلانو داسې مهال ژمنۍ رخصتي پیل کړې چې له یوې خوا په تذکرو کې د قوم یادولو پرسر مخالفتونه زور اخیستی و او له بل لوري د حکومت کابینه لا هم نیمګړې پاتې ده چې د هغوی پیژندنه هم د پارلمان د باور رایي ته ضرورت لري.
که څه هم د پارلمان قانوني موده بشپړه شوې او د قانون ترمخه حق نلري چې د چارو ترتیب او مدیریت له ۵ کالو زیات ترسره کړي چې اوسمهال یې کاري موده آن ۷ کلونو ته لوړه شوه،چې د څارونکو په آند حکومت د خپلې بقا لپاره د هغوی ټاکنې و ځنډولې او لا یې هم دقیقه نیټه نه ابلاغوي.
وکیلان داسې مهال متحده عرب اماراتو ته ډلییز سیاحتی او کاروباري سفر کوي چې ټول تیرکال غوڅ اکثریت وکیلان د مهمو موضوعاتو په وخت کې غیر حاضر او ځینې یې بهرنیو هیوادونو ته په سفرتللي و، چې له کبله یې په زیاتو مواردو کې مهم موضوعات د وکیلانو د کمبود په اساس ځنډول شوي هم دي.
باید وویل شي، دا یواځې وکیلان نه دي چې بهرنیو هیوادونو ته سیاحتي سفرونه کوي بلکې د حکومت په کچه لوړ پوړي چارواکي هم له رسمي کارونو پرته په میاشت او ځینې یې هم آن په اونۍ کې یو بهرنی سیاحتي سفر لري چې د شنونکو په باور، د حکومت لویه برخه بودیجه د دوی پر بهرنیو سفرونو لګول کیږي.



