بلخ: عطانور دوه ولسوالان بدل کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۶) د بلخ ولايت وياند منير فرهاد وايي، په دغې ولايت کې د عطامحمد نور په لارښوونه دوه ولسوالان بد شوي دي.

دوه مياشتې مخکې، د ارګ له لوري د عطامحمد نور استعفی ومنل شوه او پر ځای يې انجينير داود وټاکل شو خو تر اوسه هم د خپلې څوکۍ په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

عطانور لا هم خپلې دندې ته ادامه ورکوي او د دغې ولايت د والي وياند منير فرهاد ازادي راډيو ته ويلي، تېره ورځ د عطامحمدنور په لارښوونه د شولګرې او دولت اباد ولسواليو ولسوالان تبديل شوي دي.

نوموړی وايي، د ولسوالانو بدلول د والي صلاحيت دی او په دې اړه له مرکز سره مشورې ته اړتيا نه ليدل کېږي.

په ورته وخت کې د ارګ وياند له څه ويلو ډډه کړې او د سيمه يزو ارګانونو ادارې په دې اړه بې خبري ښودلې.

د يادې ادارې مشرې منيرې يوسف زاده يو ځل بيا ويلي، چې د والي په توګه د عطانور د کار دوام غير قانوني دی او په رسمي مکتبونو کې يې لاسليک د باور وړ نه دی.

خو منير فرهاد وايي، عطانور په عادي توګه خپل دفتر ته ځي، رسمي مکتوبونه لاسليکوي، يو شمير مکتوبونه يې کابل ته هم لېږل شوي، خو تر اوسه نه دي رد شوي.

تر دې وړاندې عطانور ګواښ کړی و، که لاسليک يې ونه منل شي د حيرتان بندر له عوايدو به د ولايت مامورينو ته معاشونه ورکړي.

د عطانور او ارګ تر منځ د ولايت د لانجې پر سر څو ځلې دواړو غاړو خبرې کړي خو تر دې دمه يې ټولې ناستې بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button