شهادت اخطار که زيری

لیکوال. شفيق افغان
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم
فليقاتل فی سبيل الله الذين يشرون الحيوة الدنيا بالآخرة ..الاية
ترجمه..او جنګ د وکړي د الله تعالی په لار کې هغه څوک چې دنيا يې خرڅه کړي وي په مقابل د اخرة کې.
جهاد د اسلام يو له مهمو فرائصو څخه ګڼل کيږي جهاد يوه داسې فريضه ده چې غلبه او شهادت يې دواړه کاميابي بلل کيږي
جهاد د اسلام دپاره په احاديثو کې داسې بلل شوئ لکه د اوښ دپاره کوئ
په د معنی چې که په اوښ کې کوئ نه وي پاته کيدل يې مشکل دي همدا راز که په اسلام کې جهاد نه وي پاته کيدل يې مشکل دي
د جهاد لار يوه داسې لار ده چې له اوله تر اخره په لوږو تندو مصيبتونو زخمونو زندانونو ان تر مرګونو پورې په سختيو پوښل شوي
ددې لارې هر لاروئ چې کله پرې د يون زړه ښه کوي هغه له اوله د مرګ سره په ملاقات متيقن وي که يې د مرګ ملاقات وکړ هدف يې تر لاسه کړ او که يې فتحه نصيب شوه هم هدف يې تر لاسه کړ.
بناءً د يوې داسې لارې تلونکي چې له اولې ورځې څخه يې د شهادت مرګ د تر لاسه کولو دپاره په همدې لار مزل پيَل وي په مرګونو وېروَل د ليونيانو کار دئ.
خو دوئ ځکه ګرم نه دي چې په حقه معنی د داسې لارې تلونکي نه دي پاتې شوي
دا شوق هغه وخت سړئ اندازه کولائ شي چې کله صرف د اعلا د کلمة الله دپاره د اسلام د دښمن سره په مخامخ ويشتلو او يا د جهاد په نورو تخنيکي کارونو اخته وي
د ظاهري مثال په ډوَل مونږ د خپلو فدايانو هغه تليفوني مکالمې ښې درک کولائ شو چې له يوې داسې معرکې څخه په لاين ول چې ختميدل يې دده په شهادت باندې يقیني وي خو بیا هم دومره پر لوړا مرال اخته وي چې د خنداګانو ترڅنګ يې د مجلس د ملګرو خندؤنکي نومونه هم ياد وي
خوبر عکس بيا د باطل دپاره دجنګيدونکي لښکر مکالمې دهغې معرکې څخه چې د مرګ فيصدي يې د نشت برابر وه هم ټولې دنيا واورېدې چې خپلو مشرانو ته په ښکنځلو ژړا او فريادونو باندې ډکې وې او د قيامت د ورځې نزاع يې تمثيل کړه
ځکه خو رب العلمين هم په صفا ډول مخلصو مؤمنانو ته امر کړئ چې هغه څوک د د الله تعالی په لار کې وجنګيږي چې دنيا يې د اخرت په مقابل کې خرڅه کړي وي يعنې هدف يې دنيا نه بلکې اخرت وي
اوس نو دې هدف ته رسيدل بدون د شهادت څخه ناشوني دي نو ځکه د حق د لارې دغه لاروئ زړه ته د جهاد په اوله ورځ د شهادت تلقين ورکوي
خو د يويشتمې پيړئ ليونئ مفکر د حق د لارې د شهادت ارمانجن لاروي په شهادت ويرَوي اما خبر نه دئ چې دا د دار پر سر ولاړ زلمئ څومره د همدې هدف دپاره ښکته پورته تښتيدلئ دئ څومره تکليفونه يې د همدې هدف دپاره ګاللي دي
د شهادت په قدر او د حق د لارې د مجاهد په محبت او شوق که د شيطان لښکر خبر وئ کله به يې هم څوک نه وئ شهيدان کړي
خو پر مونږ دا هم د رب العلمين يو خصوصي احسان دئ چې دښمن يې له دې عظمتونو څخه ړوند ساتلئ
تر څو مونږ وکولائ شو د شهادت ارمان په يو څه اسانئ سره تر لاسه کړو
نو ځکه يې بزدل دښمن ته يو ځل بيا ورپه زړه کؤ چې ستاسو د اعدامونو سلسله به صرف دومره وکړي چې مونږ به بې له انتظاره تر خپل هدفه ورسوي نور هيڅ نه
او تاسې به پرې د قهار ذات د غصې مستحقين شئ چې بیا به زمونږ په لاس د نجيب په رقم په دنيا کې شرمنده يا په خپله په اخرت کې درد ناک عذاب درکړي
وما ذالک علی الله بعزيز



