دروغ مه وایه مسلمانه وروره! دوهمه برخه

(لیکونکی او راټولونکی عبدالله حېران احمدزی)

تیر پسی..

پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: ثلاثه لا یکلمهم الله یوم القیامة ولا ینظر الیهم ولا یزکیهم ولهم عذاب الیم: رجل علی فضل ماء یمنعه من ابن سبیل، و ولرجل بایع الرجلا سلعة فحلف بالله لاخذتها بکذا و کذا فصدقه واخذها وهو علی غیر ذلك،والرجل بایع الا ماما لا یبایعه الا للدنیا فان اعطاه منها وفي له وان لم یعطیه لم یف له .

ژباړه:

خدای تعالی به د قیامت په ورځ د درېو کسانو سره خبرې نه کوي نه ورته د مهربانی په سترګه ګوري او نه هم د دوی ( حساب) پاکوي او د دوی لپاره دردونکی عذاب دی: هغه کس چې ډیري اوبه ورسره وي او مسافر ته یې نه ورکوي، هغه سود اګر چې په قسم کولو خپل مال خرڅوي چې قسم په دې دومره مې اخیستی دی او هغه یې ومني او ورڅخه یې واهلي او بل هغه مشر چې د پیسو د لاسته راوړلو لپاره تړون( بیعت)کوي که پیسي یې لاسته ورشي بیعت کوي او که ورته ورنه شي نه یې کوي. (رواه د،ت،وحسنه ر،والبیهقي من حدیث بهز بن حکیم، عن ابیه عن جده اهـــ ترغیب)

په بل حدیث شریف کې راغلي دي: من تحلم بحلم لم یره کلف ان یعقد بین شعیر تین ولیس بعاقد

ژباړه:

که څوک یو خوب ووایي او هغه یې لیدلی نه وې ( د قیامت په ورځ به یې خدای تعالی )دوو تړلو اوربشو ته اخته کړي او هغه به نه شي خلاصولای)
(رواه الجماعة الترمذي کلهم من حدیث ابي هریره)
پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: افري الفری علی الله ان یری الرجل عینیه ما لم تریا .

ژباړه:

په خدای تعالی باندې لوی دروغ تړل دا دې چې یو سړی ووایي: په خوب کې مې دا ډول شیان ولیدل او حال دا چې هغه یې نه وې لیدلي.
(وفي روایة: ولن یفعل، وللحدیث بقیة)

همدارنګه: ابن المسعود رضي الله عنه: وایي: ( څوک چې دروغ وایي او یا د دروغ ویلو سوچ کوي د هغه پر زړه تور داغ جوړیږي تر دې چې ټول زړه یې ونیسي او هغه کس خدای تعالی ته هم پیژندل کیږي مسلمان ته پکار دي چې خپله ژبه د خرابو خبرو څخه وژغوري او یو اځي سمي او صحیح خبري پرې وکړي او یا چپ کیني چپ کیناستل هم کامیابي ده

په بخاري شریف کې د ابوهریره څخه روایت دی چې پیغمبر ﷺ وویل: من کان یومنس بالله والاخر فلیقل خیراً او لیصمت.

ژباړه:

که څوک په خدای تعالی او د اخرت په ورځې ایمان لري نو ښې خبري دې وکړي او یا دي چپ کیني (متفق علیه)

پورتنی حدیث په دې باندې ښکاره دلیل دی چې که څوک د خیر خبره کولای شي ودې کړي او که نه چپ دي کیني او چپ کیناستل هم کامیابي ده.

ابو موسی رضي الله عنه وایي پیغمبرﷺ ته مې وویل؛ ای د خدای تعالی پیغمبره! کوم مسلمان ښه دی؟ پیغمبر ﷺ وویل:( من سلم المسلمون من لسانه ویدیه )
ژباړه؛: د چا د ژبي او لاس څخه چې نور مسلمانان خوندي وي.
په الثحیحینو کې روایت شوی دی:( ان الرجل یتکلم بالکلمة ما یتبین فیها ــــ ای ما یفکر فیها بانها جرام (یهوی بها في النار ابعد مما بین المشرق المغرب )
ژباړه:
که یو سړی خبرې کوي او په خبري باندې سوچ ونه کړي چې دا حرامه او که نه ده په دې خبره به دا کس په دوزخ کې په دومره لري فاصله واچول شي لکه د ختیځ او لویدیځ ترمنځه.

(من حدیث ابي هریره ورواه س ایضاً کمافي الترغیب)

د امام ملك په موطا کې د بلال بن الحارث المزنی څخه راویت شوی دی چې پیغمبر ﷺ وویل: که یو سړی یوه خبره وکړي چې د خدای تعالی رضا په کې وې د ده دا خیال هم نه وي چې ثواب لري خدای تعالی ورته د قیامت تر ورځې پورې خپله رضا لیکي او که یو سړی یو خبره وکړي چې خدای تعالی پرې غوسه کیږي، د ده دا خیال هم نه وي چې عذاب لري خدای تعالی ورته د قیامت تر ورځې پورې خپله سخطي لیکي .
(الترمذی……….،…)
د یو بزرګ څخه پوښتنه وشوه چې تا د ادم په اولادې کې څومره عیبونه لیدلې دي؟ هغه وویل ( عیبونه یې د حساب څخه وتلي دي خو څومره چې ما شمېرلي دي هغه اته زرو ته رسیږي. یو خوی یې زه پیژنم که دوی یې خپل کړي نو نور ټول عیبونه به یې پټ شي او هغه د ژبې ساتل دي).

د ژبې حفاظت د علم سبب دی ::
څوک چې ډېرې خبرې کوي، ذهن، او حافظه یې کمزوري کېږي، له رواني ناروغیو سره مخ کیږي او د خلکو ترمینځ یې اعتبار او هیبت هم کمیږي، همدا لامل دي، چې د ژبې ساتنه پر دین د پوهې لامل ښودل شوی دی: لکه چې حسن رحمة الله فرمایي”

(ما عقل دینه، من لم یحفظ لسانه” )
ژباړه:
څوک چې د ژبې سانته ونه کړي پر دین نه شي پوهېدلای.

نور بیا ………

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button