امریکایي هیل ورځپاڼه: افغانستان د امپراطوریو د نسکوریدو خاوره ده ماتې نه مني

زه د شوروي د حملې په وخت کې په افغانستان کې وم، لیدل مې چې د “اشغالګرو “ پرمختللي جنګي تجهیزات د مجاهدینو پر وړاندې کومه لاسته راوړنه نلري او څارل مې چې څومره به جنګ اوږدیده د افغانانو حوصله به د اشغال د وروستي سرتیري تر خروج پورې لوړیدله.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۶ فرید افغان)

وتلي او نوموتي امریکایي ژورنالیست «ګرګ دابس» چې څو ځله یې د خبریالانو د ټولنې اوفعال ژورنالیست په توګه جایزې ترلاسه کړې، د امریکا “هیل“ ورځپاڼې ته په یوه مفصله لیکنه کې ویلي چې امریکا دې په افغانستان کې د بریا خوبونه نه ویني او دا آرمان به یې له ټول زور کارونې سره بیا هم پوره نه شي.
دابس ویلي؛ زمونږ جنرالان او سیاستمداران نه پوهیږي ، خدای خبر دی چې که په تیرو ۱۶ کلونو کې مو په قطعي توګه ماتې نه ده خوړلې خو بریا مو هم نه ده خپله کړې او نه هم په راتلونکي کې دا امید شته.

نوموړی زیاتوي؛ د طالبانو وروستیو ۴ حملو وښودله چې نړیواله ټولنه له خپل ټول واک او ځواک سره د پلازمینې په امنیت کې هم پاتې راغلې او تر ټولو نا امنه سیمه هم اوس پلازمینه کابل ګرځیدلې .
د ګرګ په خبره؛ امریکایي ولسمشر د پارلمان او سنا مجلس په ګډه غونډه کې افغانستان یواځې په څو کلمو سره یاد کړ او دغې اوږدې جګړې او خپلو اجیرو چارواکو ته یې هیڅ ارزښت ورنکړ
د دابس په باور؛ له مخکینیو جګړو چې په پردیو ملکونو کې مو کول باید دا مو زدکړي کړي وای، چې د فعالیت او قدرت احساس باید ځکه ونه کړو چې کله زموږ ځواکونه د دښمن پرضد دهغوی په خاوره کې جنګیږي زموږ عسکر خامخا ماتې خوري.

د نوموړي په خبره؛ دا ځکه چې زموږ نظامیان حتا په یوه کمپ کې دومره اتحاد نه لري لکه هغوی (طالبان) یې چې په ولسونو او کلیو کې لري هغوی هره سیمه کې خواخوږي لري او د میشتیدلو خوندي ځایونه په اسانۍ موندلی شي.
امریکایي ولس د دې هیواد حکومتي مشرانو په ویتنام کې د سولې په خبرو، په عراق کې د جګړې د پایښت او افغانستان کې د طالبانو په ځپلو و غولولو چې دا یوه هم نه شوه ریښتیا.

دابس وایي؛ افغانستان د امپراطوریو کور دی په ځلونو پرې لښکرو حملې کړې خو هیچا هم نه دی اشغال کړی چې په پیل کې اسکندر رومي، ورپسې عربو، مغولو انګریزانو، او پخواني شوروي اتحاد حملې کړې چې مات شوي او داځل نوبت د امریکا ده چې تر اوسه یې تر ۲ زرو ډیر عسکر پکې له لاسه ورکړي او دالړۍ به یې تر ماتې پورې دوام وکړي.

نوموړی په اخر کې لیکي؛ زه د شوروي د حملې په وخت کې په افغانستان کې وم، لیدل مې چې د “اشغالګرو “ پرمختللي جنګي تجهیزات د مجاهدینو پر وړاندې کومه لاسته راوړنه نلري او څارل مې چې څومره به جنګ اوږدیده د افغانانو حوصله به د اشغال د وروستي سرتیري تر خروج پورې لوړیدله.
د ده په خبره؛ شاوخوا یو نسل پوره شو چې په افغانستان کې جنګیږو د بریا مو کوم څرک نه لګیږي او د جګړې د پایښت د قیقه نیټه هم نه ده معلومه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button