د «نور» نوې گومارنې او د «غني» چوپتیا/ خالد روان

څه کم دوه میاشتې وشوې، چې حکومت د بلخ والي عطاء محمد نور له واکه گوښه کړی دی؛ خو نوموړی تراوسه په واک کې پاتې دی. د سیمهییزو اورگانونو خپلواکې ادارې میاشت وړاندې د بلخ د گوښه شوي والي «لاسلیک» بې اعتباره بللی دی او د بلخ د والي په لاسلیک یې گومارل او گوښه کول منع کړي وو.
جمعیت گوند او ارگ ترمنځ اته ځلې پرلهپسې خبرې وشوې. جمعیت گوند له ارگه غوښتي وو، چې نور دې دوه کاله نوم د بلخ والي پاتې شي، په حکومت کې د جمعیت ونډه غوښنه شي، راتلونکې ټاکنې دې ژر ترسره شي، ولسي جرگه دې لغوه شي او د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې دې اصلاحات راوستل شي.
ارگ یې هر ځل غوښتنې رد کړې وې. آن داسې اوازې هم خپرې شوې، چې ارگ د جمعیت گوند غوښتنې منلي؛ خو شرط یې ورته ایښی چې نور دې لومړی واک پرېږدي او د بلخ لپاره دې ټاکل شوی والي انجینر داوود کار پیل کړي او وروسته به د عطء محمد نور ټولې غوښتنې ومنل شي.
عطاء محمد نور هره اوونۍ داسې خبرې کوي، چې د رسنیو مهم سرټکي وي. یو ځل یې د ملي پاڅون گواښ وکړ، بیا یې د اوسني حکومت دواړه مشران د واک په انحصار تورن کړل، د حیرتانو د بندر د ټولو عواید د راگرځولو گواښ یې وکړ، د ملي یووالي حکومت شریکوال یې د امریکا لاسپوڅي او تالي څټي یاد کړل؛ خو دا ټولې خبرې ولسمشر غني اوري، خو ځان یې پرې داسې کوڼ کړی چې گوندې دی د عطاء محمد نور د خبرو اورېدو توان هم نه لري.
پرون په پروان کې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په نره ومنله، چې مرکزي حکومت دومره کمزوری دی چې خپل والي له واکه نه شي گوښه کولی او یو والي ټول نظام گواښي.
عبدالله عبدالله دا هم وویل، چې خلک له حکومته ناراضه دي او دوی په سلو کې سل سلنه ناکام دي. دا چې خلک بیا هم له حکومت نه ملاتړ کوي، مننه یې ترې وکړه.
د پوځ اعلی سر قومندان د نر غوندې د شپې پر امنیتي حوزو گرځي. نور د هېواد له حالاته خبر نه دی، چې هېواد پر کوم لوري روان دی او خلک د یوې گولې ډوډۍ پیداکولو لپاره حیران دریان پاتې دي.
تېره ورځ عطاء محمد نور د دولت اباد او شولگرې ولسوالیو ولسوالان بدل کړل او پر ځای یې نوي ولسوالان وټاکل.
ارگ، اجراییه ریاست، د سیمه ییزو اورگانونو ادارې، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست پرې ټول چوپ پاتې شول او داسې یې وښوده، چې دوی نه له عطاء محمد نور نه خبر دي او نه یې له نویو گومارنو سره کومه لېوالتیا لري.
حکومتولي په عذر او زارۍ نه کېږي. حکومت باید جدي وي، د خپلو کړیو پرېکړو پوښتنه باید حتماً وکړي، والي، وزیر، رییس او نور لوړي پوړي چارواکي باید گوښه او ان محکمې ته یې راکش کړي.
په داسې حالاتو کې له نظامه ملاتړ نه د ملت د درد دوا ده او نه زموږ راتلونکی روښانه لیدل کېږي.



