د جوزجان ولایت په دولتي اداراتو کې ښځینه کارمندانې له جنسي ځورونو سره مخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)
د سلام وطندار خبري شبکې د راپور ترمخه؛ د جوزجان ولایت په دولتي اداراتو کې ښځینه کارمندانې د نارینه و، له ازار او جنسي ځورونو سره مخ دي.
که څه هم په تیر کې ددې ستونزې په اړه په ځلونو راپورونه ورکړل شوي چې د پلازمینې په ګډون دټولو ولایاتو په دولتي اداراتو، روغتیایي برخو، رسنیزو ټیمونو، د امنیتي ځواکونو په لیکو او نورو برخو کې بوختې ښځینه فعالانې له یو نه یو ډول ځورنې څخه کړیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د جوزجان دولتي فعالانې د دې ستونزې په تړاو خپل غږ پورته کوي.
ددې ولایت یوه مدني فعاله فوزیه وایي؛کله چې ښځینه فعالانې د کارموندلو په لټه دولتي اداراتو ته ورځي، له هغوی پیسې غوښتل کیږي او نا مشروع اړیکو غوښتنې ترې کیږي.
د نوموړې په خبره؛ د اداراتو مسؤلین فکر کوي چې د دیموکراسي اصل ته په کتو سره له هرې ښځې باید دا ناوړه غوښتنه وشي چې په وینا یې، دا یوه دردونکې موضوع ده.
یوه بله فعاله شریفه بیا وایی؛ څو ځله د کار موندلو پخاطر دولتي اداراتو ورغلې یم خو په په تکراري توګه راڅخه د نامشروع اړیکو غوښتنه شوې، نو مې ښه وبلله چې په کور کینم.
په جوزجان کې د بشري حقوقو د ساحوي دفتر مشر مغفرت صمیمي په دولتي اداراتو کې د ښځینه کارکونکو ځورول او د اداري فساد موضوع د اندیښنې وړ بولي او زیاتوي چې یو شمیر زور واکي او د ملي شورا استازي په دولتي اداراتو کې د مقرریو چارو کې مداخله کوي چې دې چارې هم وضعیت کړکیچن کړی دی.
د دې ولایت والي لطفالله عزیزي، بیا ژمنه کړې چې په دې تړاو به تورن کسان مربوطه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په دولتي اداراتو، د امنیتي ځواکونو په لیکو او مختلفو برخو کې ښځینه کارمندانې له مختلفو ځورونو سره مخ دي چې ډیری یې دندې پریښودلو ته اړشوې خو یو شمیر نورې بیا د دې هرڅه په زغملو سره لا هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي



