دفاع وزات: د توغندي ځواب په توغندي ورکړئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) د افغانستان د دفاع وزارت په داسې حال کې په کنړ کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې تازه راپورونه وايي پاکستان يو ځل د کنړ په ځينو ولسواليو راکټي بريدونه کړي.
د دغې وزارت وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې ملي اردو ځواکونو ته يې امر کړی څو د پاکستان له لوري د توغنديو توغولو ځواب په توغندي ورکړي.
وزيري زياته کړه: موږ سرحدي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې له هرې سيمې ورباندې انداښت کېږي هماغه سيمه دې تر بريد لاندې ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کنړ امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان کليد راډيو ته ويلي، چې د تېرو څلرويشت ساعتونو راهيسي له ډيورڼد کرښې له هغې غاړې پر دانګام، سرکاڼو، شلتن او مروروې ولسواليو يوسل پنځوس توغندي توغول شوي دي.
نوموړی وايي، د توغنديو په دغو بريدونو کې چاته ځآني زيان نه دی اوښتی خو له سيمې څخه لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.
نږدې څلور ورځې مخکې هم، د کنړ چارواکو ادعا وکړه چې د پاکستان له لوري په شلتن ولسوالۍ توغندي توغول شوي و، چې له کبله يې څلور ملکيان ټپيان شوي.
افغان چارواکي وخت ناوخت تور پورې کوي، چې د پاکستان له لوري د ځينو سرحدي ولايتونو پر ولسواليسو توغندي توغول کېږي، خو تر دې دمه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيوکې د پاکستان او افغانستان لوړپوړو امنيتي چارواکو ناستې وکړې او له يوبل سره يې د همکاريو ژمنې وکړي.



