موږ دار او ډار دواړه مات کړي!

لیکنه : عبدالله عزام — دوه سري حکومت تل لاپې وهلې او لابه یې وهي، خو طالبان بیا د هغوی په څېر نه دي لاپي نه وهی، بلکی عملي اقدام اخلي.

پرون ورځ یې احتمالي اوازه خپره کړې وه چې موږ به یو څو مظلوم اولاس تړلي بندیان اعدام کړو.

خو خبر دار! طالبانو سره هم ستا سو بې شماره بندیان شته هغوی هم کولی شي چې ستاسو بندیان اعدام کړي، خو نه! هغوی داسې نامرده کار نه کوي، لکه څنګه یې چې تاسو کوئ! . په نظامي ډګر کې او نظامي جګړه کې د لاس تړلي او د مظلومو بنديانو اعدامول دا د کوم قوت نښه نه ده، بلکې د کمزورۍ او د بې وسۍ نښه ده، چې کله هم دوه سری او پردی حکومت په نظامي ډکر کې ماتې وخوري، نو بیا د بې وسۍ او ضعف له وجې داسې کارونو ته لاس واچوي.

ګورئ! مجاهد صیب دې خبرې ته هم اشاره کړې چې بیا مو له یاده ونه وځي. مجاهد صیب وايي: که یې د مظلومو بندیانو اعدام او د شهادت رسولو هڅه وکړه، نو موږ به یې په ډيره ښه بڼه د خپلو مظلومو شهیدانو انتقام درڅخه واخلو.

او دوی په دې ښه پوهېږي چې طالبان چاته اخطار ورکړي بیا یې عملي کولی هم شي، هسې لاپې نه وهي.

نو ګورئ! که زموږ مظلوم او لاس تړلي بندیان مو اعدام کړل، بیا د خپلو مرګونو شیبې هم شمارئ چې کله به د مرګ پرښته درته درځي. او له اعدام څخه يې ویره هم نه لرو، زمونږ مینه الهي مینه ده، هغه مو که رب راته په هر قسمه مرګ کې راکوي، خو صرف زموږ د خپل رب مینه او رضامندي په کار ده.که خپله مینه راته په دار کې راکوي، هم مو قبوله ده، او که يې د کوم بل مرګ په بڼه راکوي هم، مو قبوله ده.

دوی دې موږ په دار نه ډاروي‎، ډېر ځلې په دار شوي یو، دا اول ځل نه دی، څو ځله په دار شوي یو، مونږ دار هم مات کړی او هم مو ډار مات کړی! او ماتوو به یې ان شاءالله! ای د څرخي پله مظلو مو او لاس تړلو بندیانو! تاسو ډاډه اوسئ، که یې اعدام کړئ، ستاسو انتقام به څو چنده ورڅخه اخستل کېږي، ان شــــــــاءالــلـــه !

که مو په یاد شي دوی په 2015 کال کې 6 تنه مظلوم او لاس تړلي بندیان اعدام کړل، د هغو بندیانو په مقابل او انتقام کې طالبانو په لس هاوو قاضیان او څارنوالان ووژل.

د تېر په څېر به دا ځل هم ستاسو انتقام ورڅخه، په لس چنده زیات اخستل کېږي ان شاء الله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button