اشرف غني د حزب اسلامي د ډلې د ملاتړ او په واک کې د ثبات لپاره د حکمتیار په نوم پوهنتون جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)
په داسې حال کې چې جمهور رئیس غني له یو لوري د خپلو مخالفینو د سختو سیاسي فشارونو سره مخ ده او له بل پلوه ترې د حزب اسلامي ډله هم خواشینې ده چې په ورسره کړیو ژمنو یې عمل نه دی کړی، په پام کې ده چې د ارګ مشرتابه د حزب اسلامي د لا تشویق او ملاتړ په موخه دې ډلې ته یوشمیر امتیازات ورکړي .
په داسې حال کې چې رسنیو راپور ورکړی چې امریکایان غواړي اشرف غني له انتخاباتو پرته ۵ کاله نور هم په واک کې وساتي نو وار له مخه یې د سیاسي ګوندونو د راتلونکو مخالفتونو د مخنیوي هڅې پیل کړې.
د خاور میانه خبري اژانس یو سند رسنیز کړی چې له مخه یې ویل شوي چې؛ ولسمشر غني غواړي دحکومت له بودیجې څخه په کابل کې د حکمتیار په نوم لوی پوهنتون جوړ کړي او په څو ولایتونو کې یې څانګې پرانیزي او ترڅنګ یې د نوموړي افرادو ته د پخوانۍ ژمنې ترمخه د کورونو جوړولو په موخه ځمکې وویشي ترڅو د دې ډلې افراد په کې هستوګنه ولري.
دا راپورونه داسې مهال رسنیز کیږي چې ولسمشر اوسمهال د بلخ د والي سره په سخته ترینګلتیا کې ښکیل دی او له بل پلوه د ارګ دننه د ولسمشر د نږدې سلاکارانو سلام رحیمي او داوود نورزي ترمنځ هم د چنو وهلو او سختو اختلافاتو په ترڅ کې داود نورزی له دندې ګوښه شوی دی.
د اشرف غني لوی مخالف عطانور ویلي چې حکومت د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو هوډ نه لري .
په همدې تړاو نن سهار د مسیر ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې امریکایانو د حکمتیار په ګډون ځینې مشرانو ته لوی امتیازات منلي ترڅو د ۵ نورو کلونو لپاره د ګډ حکومت په واک کې ساتلو کې لپاره مخالفت ونه کړي
چې یو شمیر مشرانو یې په مشروط ډول منلې او ځینې نورو ترې انکار کړی دی



