امریکا: په مخامخ ډزو کې یو پولیس وژل شوی او څو تنه ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د امریکا د کلرادو آیالت د ‹‹اسپرینگز» سیمه کې یوه وسلوال سړي پر پولیسو برید کړی او مرګ ژوبله یې اړولې
د nbc تلویزیوني چینل د راپور تر مخه؛ په دغه نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او درۍ پولیس نور ټپیان دي.
ځینې نورو لویدیځو رسنیو بیا د مرګ ژوبلې ارقام تر دې ډیر بللي او زیاته کړ یې ده چې بریدګر په ناڅاپي توګه پر پولیسو بریدکړی دی.

دا په تیره یوه میاشت کې دریم برید ده چې ددې ایالت پولیسو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
پولیسو ویلي چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ده او ښایي د وژل شویو شمیره لوړه شي.
د پولیسو په خبره چې په ځوابي برید کې بریدګر هم وژل شوی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button