عطانور:ځوانانو د ګیدړې په مکرونو ونه غولیږئ خپل فعالیت ته زور ورکړئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)

د بلخ والي چې ارګ یې د لرې کولو دعوه لري نن یوځل بيا په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او پر حکومتي جوړښتونو او شته اداري فساد او بې کفایتویو یې توندې نیوکې وکړې.

نور وویل؛ ‏په حکومت کې د اړیکو له مخې ګومارنې کیږي؛ پداسې حال کې چې هرکال ۴۰۰ زره ځوانان د کار غوښتنه لري، چې نیمایي یې له همدې امله کار نشي موندلی.
نوموړي خپلو افرادو ته اشرف غني د ګیدړې په نوم یاد کړ او زیاته یې کړه؛ چې ځوانانو ‏د ګیدړې پر مکرونو ونه غولیږئ؛ زمونږ د ازبکانو رایي یې واخیستې، د تاجکانو رایې یې خپلې کړې؛ خو نن جنرال دوستم نه پریدي، چې هېواد ته راستون شي-

عطانور د تقاعد شویو جنرالانو په موضوع هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې زیاتره تقاعد شوي کسان ځوانې څیرې وې چې تردوی سپین ګیري اوس هم د پوځ په لیکو کې فعال دي.
د نوموړي په باور په تقاعد شویو کې ۸۰ سلنه د پخوانیو جهادي ډلو مربوط و او ۲۰ سلنه یې اکاډمیک او تحصیل یافته کسان وو چې په خبره یې د پلان ترمخه ګوښه شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ هغه کسان چې د امریکا او بریتانیا له بورسونو بیرته هیواد ته ستنیږي مخکې ترمخکې د واسطو په مټ دندې ته ټاکل شوی وي، خو په وینا یې چې د غریب بیچاره اولاد کرۍ ورځ سرګردانه په دنده موندلو پسې ګرځي.
د نوموړي په وینا؛ دغني د حکومت له پیله تر اوسه ۶۰۰ زره افغانان د بې کارۍ له کبله له هیواده وتلي او په بهرنیو هیوادونو کې د پناه اخیستلو په لټه دي
نور زیاته کړه؛ د ګډ حکومت د ناکامې طرحې له امله بهرنیانو په افغانستان کې خپلې پانګونې کمې کړې او د فقر کچه له ۳۴ سلنې ۳۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

نور د دې ټولو لامل ضعیف مدیریت، اداري فساد او په ارګ کې د ننه واسطه بازي ښوودلې.
نوموړي د حکومت لویه لاسته راوړنه په شمال کې د داعش پنځول وښوودل چې په وینا یې ارګ اوس هم دبهرنیانو په مټ په ټول توان سره هڅه کوي ترڅو د هیواد شمال ته دا پروژه د خپلو اهدافو د حصول به موخه نقل کړي.
شاوخوا ۵۰ ورځې پوره شوې چې دبلخ والي او د ارګ ترمنځ ناندرۍ روانې دي او نور لا هم ګواښ کوي چې که غوښتنې یې ونه منل شي هیڅ قدرت یې له واک څخه نه شي پرزولی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button