خبريال اميري: د غزني د عملياتو ټول زيان ملکيانو ته رسېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) د غزني ولايتي شورا، ځوانان او ازاد خبريال ابراهيم اميري وايي، په دغې ولايت کې د دولت له لوري پيل کړي عمليات بې نتيجې او ټول زيان يې ملکيان ګالي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي، له تېرو لسو ورځو راهيسې د “نبرد اهنین” تر نامه لاندې د وسله والو پرضد عمليات پيل شوي، خو هيڅ پرختګ نه لري، يواځې تجارتي بڼه يې خپله کړې چې مسئولين د عملياتو تر نامه لاندې خپل امتيازات اخلي.
په عين حال کې ازاد خبريال ابراهيم اميري ازادي راډيو ته ويلي، د روانو عملياتو زيان تر ډېره ملکيانو ته رسېږي، زياتوي چې د دولتي ځواکونو د تېرو لس ورځينو عملياتو پر مهال شپږ ملکيان وژل شوي او سلګونه کورنۍ له سيمې څخه کډه کولو ته اړيستل شوي دي.
د اميري په وينا، د غزني ولايت د ټولو ولسواليو يواځې ودانۍ له دولت سره دي او پاتې ټولې سيمې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.
د ولايتي شورا غړي او د غزني ځوانان وايي، په دغو عملياتو څو وارې جګړې شوي چې هر ځل طالبان بريالي شوي دي.
په غزني کې له تېرو لسو ورځو راهيسې عمليات پيل شوي، چې وخت ناوخت طالبان دولتي ځواکونو ته د ځاني او مالي تلفاتو اړولو ادعاګانې هم کوي.



