هلمند: طالبانو پنځه پوستې نيولي، ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) د هلمند ولايت په ګرشک، مارجې او نادعلي ولسواليو کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپانه کې راغلي، تېره شپه يې د ګرشک اوپاشک مانده په سيمه کې په پوسته بريد وکړ، چې د قومندان اسماعيل بارګزي په ګډون پکې اووه عسکر ووژل شول.

دغه راز طالبانو ويلي، د مارجې ولسوالۍ مربوط د تریخ ناور په سيمه کې يې د سنګوريانو په نوم د سيمه ييزو اربکيانو په پوستو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې درې پوستې نيول شوي او پکې ميشت نهه تنه سنګوري اربکيان وژل شوي دي.

خبرباڼه زياتوي، د نادعلي ولسوالۍ په ماتيکي سيمه کې پر پوسته طالبانو بريد کړی، چې له کبله يې اووه پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان د بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، چې په دغو نښتو کې يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالبان وايي، په دغو نښتو کې يې يواځې دوه تنه ټپيان شوي او د جګړو په پايله کې يې لس ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي او مهمات هم لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button