انجينير داود: که لس ورځو کې يې سرنوشت معلوم نه شي بيرته لندن ته ځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) د ارګ له لوري بلخ ولايت ته ټاکل شوی والي انجينير داود وايي، که لس ورځو کې يې سرنوشت معلوم نه شي بيرته لاړ شي.
د لروبر ويپاڼه وايي، چې انجينير داود دغه څرګندونې له يوه حکومتي چارواکي سره د ليدنې پر مهال کړي او زياتوي چې انجينير داود ارګ ماڼۍ ته لس ورځې وخت ورکړی، ترڅو يې سرنوشت معلوم شي.
د سرچينې په وينا د بلخ نوي والي ويلي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغې ولايت والي ټاکل شوی خو حکومت لا هم خپل حکم نه دی عملي کړی.
انجينير داود ويلي، که راتلونکو لسو ورځو کې د ارګ او عطانور تر منځ ستونزه حل شوه خپله دنده پيلوي خو که لا هم دغه مسله همداسې دوام وکړي نو بيرته لندن ته ځي او نه غواړي چې خپل حيثيت د سياسي دسيسو ښکار کړي.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې انجينير داود د ارګ له لوري د بلخ لپاره والي ټاکل شوی خو لا هم حکومت نه دی توانېدلی چې په رسمي ډول خپله دنده پيل کړي.
د ارګ له لوري د بلخ ګوښه شوی والي عطانور وايي، دی اوس هم د دغې ولايت والي دی او تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکړي ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوي.



