د عملیاتو د رهبري په موخه دایټالیا هیواد ۵۰ پوځیان د فراه ولایت ته رسیدلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۸ فرید افغان)
په فراه تر کړکیچن وضعیت وروسته اوس بهرنیان غواړي د مخالفینو پر وړاندې د جګړو رهبري په خپل لاس کې واخلي او د طالبانو پر ضد جګړو ته زور ورکړي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري رسنیو ته ویلي ؛ په پام کې ده چې په لنډ راتلونکي کې پر دې ولایت کې د بهرنیانو په رهبرۍ او د هغوی په هوایي او ځمکني ملاتړ د مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل شي.
مهري ویلي چې؛ ورغلي ایټالوي پوځیان به د دې عملیاتو هوایي ملاتړ کوي او تر څنګ به یې د پوځیانو سوق او مدیریت هم پرغاړه وي.
د مهري په خبره، دا عملیات به د بکوا، بالابلوک او پشترود ولسوالیو کې پیل شي
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې لسګونه امریکایي پوځیان هم شته خو له دې ټولو سره سره بیا هم د طالبانو فعالیتونه د ولایت تر یو کیلومترۍ پورې رسیږي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر د فراه د سقوط د مخنیوي په خاطر نوی والي او امنیې قوماندان ورمعرفي کړل چې د ولایتي شورا له قوله،د قوماند او والي تر راتګ وروسته لا هم د ښار د سقوط اندیښنه پرځای پاتې ده.



