دلوړ پوړو امریکایي چارواکو څرګندونې: د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه فرید افغان)
تیره ورځ د امریکا واکمن جمهوري پال او دیموکراتو سناتورانو په ګډه غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او روان وضعیت یې ډیر خواشینونکی وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرجان سالیوان په دې غونډه کې د ټرمپ له جګړییزې تګلارې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې؛ د جګړې په ډګر کې طالبان ځپل شوي دي او په وروستیو کې سخت مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي دي.
بر همدط مهال د دې هیواد ددفاع وزیر جیمز متیس بیا افغانستان د امپراطوریو هدیره بللې خو په وینا یې چې دوی د افغانستان د نیولو په موخه نه دي راغلي.
متیس د جمهوریپال ګوند غړي والټر جونز په ځواب کې وویل، په دې کې شک نه شته چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی خوپه وینا یې چې “څه چې موږ یې په لټه کې یوو هغه دا دي چې امریکایانو ته دا ډاډ ورکړو چې بیا به د سپټمبر یوولسمه نه پېښېږي“
د دفاع وزیر همداراز ومنله چې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې هغه پرمختګ نه دی شوی کوم چې دوی غوښته.
بل پلو د دې هیواد دمشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي سناتور بن کاردن په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې او تاسف وړ وباله او زیاته یې کړه چې طالبان تر بل هر وخت پیاوړي شوي، او دوی ته د وفادارو افغان عسکرو د مرګ ژوبلې شمیره هم مخ پر زیاتیدو ده.
پر همدې مهال یوه بل امریکايي سناتور رند پال هم امریکا په افغانستان کې په ډېر ناوړه وضعیت کې بللې او په وینا یې چې د امریکا په مشرۍ د افغان عسکرو د پرمختګ لپاره هیڅ هیله نلري.
د ټرمپ د جګړیزې پالیسۍ یوه بل ملاتړي سناتور باب کراکر داځل د افغانستان دوضعیت یو ډیر خواشینونکی انځور وړاندې کړی چې په خبره یې، د افغان ځواکونو په لیکو کې فساد، کمزوری مدیریت او پر ځان نه بسیا والی هغه څه دي چې دوی یې مات کړي دي .
نوموړي ویلي د مخالفینو بریدونه خورا پیچلي او اغیزناک دي او په دې هیواد کې د پرمختګ هیڅ هیله مندي نه شته
د امریکایي چارواکو دا نهیلي کونکې څرګندونې داسې مهال مخته راځي چې ولسمشر غني ګواښ کړی چې دبهرنیو ملګرو په همکاري به طالبان له منځه وړي.



