پلچرخي: زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۸) د کابل پلچرخي زندان کې ډير شمېر زندانيانو د برېښنا د نه شتون، د شکنجو او نورو ستونزو له کبله د نوخوړو اعتصاب پيل کړی دی.
د دغې زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، له نن سهار راهيسې د زون بلاک د څلورم منزل بنديانو له دې کبله د نه خوړو اعتصاب پيل کړی، چې په وينا يې له تيرو لسو ورځو راهيسې د ډیری بلاکونو عمومي ترانسپرمر سوځېدلی او هيڅ يوه بلاک ته برېښنا نه ورکول کېږي.
زندانيان وايي، په زندان کې د بنديانو د ډېرښت له کبله د هرې ورځې د شمېرلو له کبله په تنګ شوي او بايد دغې ستونزې ته يې پاملرنه وشي.
دغه راز د پلچرخي زندان څخه يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، هغه زندانيان چې په اعدام محکوم شوي له تېرو څو ورځو راهيسې په تورتم کوټه کې اچول شوي، په ډېره سړه هوا کې ساتل کېږي، لاسونه او پښې يې زولانه دي، هره ورځ د ځانګړو کسانو له لوري شکنجه ورکول کېږي.
د سرچينې په وينا، يادو اعدامي زندانيانو هم د نه خوړولو اعتصاب کړی او زياتوي چې د شکنجو له کبله يې روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د دغې زندان د شپږم بلاک زندانيان د يادو ستونزو په پار اعتصاب کړی و.
څو ورځې مخکې حکومتي چارواکو ګواښ وکړ، چې د وروستيو پېښو په انتقام کې به ځينې طالب زندانيان اعدام کړي.
خو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی او ويلي يې دي د هغوی اړوند بنديانو سره “هرډول ناسمه کړنه به سخت غبرګون ولري او مسولیت به یې د کابل ادارې د امنیتي او قضائي چارواکو په غاړه وي”.



