جنرال رازق: د غرب څو ترجمانان د افغانستان سرنوشت نه شي ټاکلای

په جنوب کې د عطانور کلک ملاتړي او د ولسمشر غني سخت مخالف جنرال رازق یوځل بیا حکومت ته د بې کفایتي پیغورونه ورکړي او د ارګ اداره یې د پردیو لاسپوڅې آله بللې.
جنرال رازق چې تیره ورځ د احمدشا مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، د ګډحکومت مشر او د هغه نږدې کسانو ته په اشارې سره یې وویل؛ د غرب ګټو ته وفاداره څو ژباړونکي نه شي کولی د افغانستان سرنوشت وټاکي او په دې اړه دې خلک په خپله د خپلې راتلونکې غم وکړي. رازق ویلي چې افغانستان ته راغلي دلویدیځ څو ژباړن کسان د افغانستان د معضلې د حل واک اوځواک نه لري او په دې لړ کې رغنده اصلاحاتو ته اړتیا ده.
نوموړی داسې مهال د ارګ پر وړاندې توندې نیوکې کوي چې تیره ورځ عطانور هم حکومت په بې کفایتي، پراخ اداري فساد او کمزوري مدیریت تورن کړ.
رازق او عطانور ویلي چې له غوښتنو منلو پرته یې هیڅ قدرت له واک څخه ګوښه کولی نه شي.
د یادونې وړ ده چې د حکومت او په واک کې د شریکو مخالفینو ترمنځ یې ناندرۍ پنځوسو ورځو ته ورسیدې خو لا هم حکومت د دې توان نه دی موندلی چې یو عادي والي او یو د امنیې قوماندان له مخې لرې کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button