روسیه په رښتیا له طالبانو سره مرسته کوي؟/ هېواد سمون

پر افغان حکومت چې هر کله فشار ډېر شي او د طالبانو په بریدونو کې د دوی د ودانیو دروازې وروټکوي؛ نو گاونډي هېوادونه له طالبانو سره په مرسته کولو تورن کړي. پاکستان او ایران خو هر وخت د رسنیو د سرټکي وي؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې اوس روسیه هم له طالبانو په اړیکو لرلو تورنېږي.
روسیه په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال د امریکا کلکه ملگرې وه او آن تر ۲۰۱۴ ز کال پورې امریکا او ناټو د روسیې له لارې افغانستان ته مهمات رالېږدول. ازبکستان کې د امریکا نظامي اډه ده او د روسیې پخوانۍ مستعمرو په افغانستان کې عسکر لرل.
خو کله چې په افغانستان کې داعش راپیدا شو؛ نو د امریکا او روسیې اړیکې هم خړې پړې شوې. روسیه اوس هم وايي چې داعش د امریکا پروژه ده او پر مټ یې غواړي چې په منځنۍ اسیا کې د روسیې گټې وگواښي او د روسیې تر پولو یې ورسوي.
د روسیې د ملي امنیت شورا امریکا او ناټو هغه مستند فلمونه وښودل، چې د روسیې د سپوږمکیو له لوري اخیستل شوي وو او په شمال کې د ناټو له الوتکو داعش ته وسلې او مهمات ورکول کېږي. ناټو پر دې موضوع چُپ ده او امریکا په اړوند موضوع له خبرو کولو ډډه کړې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف څو ځلې ویلي، چې داعش د امریکا پروژه ده او د داعش په وسیله غواړي روسیه په سیمه کې بوخته وساتي. همدغه لامل و چې روسیې په سوریه کې د داعش مهم مرکزونه له تېرو څو کلونو راهیسې بمبارول او څو اوونۍ وړاندې یې خپله بمباري ودروله.
درې اوونۍ وړاندې طالبانو پر انټر کانټېنینټل هوټل برید وکړ. دغه برید د شپې له خوا پیل شو او له ۱۶ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېده. په دغه برید کې د شپږو امریکایانو په گډون ډېری بهرنیان ووژل شول. یوه اوونۍ وروسته طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې موټر بم برید وکړ، چې نږدې ۳۵۰ تنو ته یې پکې مرگژوبله واړوله. له دغه برید وروسته د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پاکستان ته ولاړل او د دغه برید په اړه یې پاکستاني چارواکو ته خپل شکایت وړاندې کړ.
درې ورځې وړاندې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي وویل، چې له طالبانو سره روسیه او ایران مرسته کوي او پرمختللې وسلې یې هم ورکړي دي. معصوم ستانکزي کوم ثبوت وړاندې نه کړ؛ خو یوازې یې تور ولگاوه او بس!
نن په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي خبري ناستې ته وویل، چې افغان چارواکي تل روسیه له طالبانو سره په اړیکو لرلو تورنوي او د خپلو ناکامیو مسوولیت د روسیې پر اوږو اچوي. ده یو ځل بیا افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې روسیه له افغان حکومت سره ولاړه ده او خپلو هر اړخیزو مرستو ته به دوام ورکړي.
طالب ویاندویانو په څو ځلې ویلي، چې دوی له هېڅ هېواد څخه نظامي مرسته نه ترلاسه کوي؛ خو له ډېرو هېوادونو سره اړیکې لري او د افغانستان د اشغال د پای لپاره له ډېرو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي.
حکومت ته پکار ده، چې د روانې جگړې اصلي رېښه پیدا کړي. اوسني حکومت سره ۵۲ نړیوال هېوادونه مالي او نظامي مرسته کوي او زرگونه بهرنیان په افغانستان کې مېشت دي. دوی د نړیوالو پراخه ملاتړ له ځان سره لري؛ خو د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره طالبان حاکم دي. څو چې په افغانستان کې امریکا او ناټو موجوده وي او له داعش څخه د حکومت ملاتړ وي؛ نو روانه جگړه پای ته نه رسېږي او لا به هم زور واخلي.
حکومت دې د نورو د ملامت کولو پر ځای په واقیعتونو سترگې خلاصې کړي.



