غزني: د لوبو پر میدان بمبارۍ ۴ ماشومان شهیدان کړي

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هندي الوتکو بمبار کړی چې په کې د یوې کورنۍ ۴ ماشومان ځای پرځای وژل شوي دي.
سیمیزې سرچینې وایی؛ بمبار د لوبو پر یو میدان او ورڅیرمه د عبدالواحد اکا پر کور شوی چې د لومړنیو معلوماتو ترمخه، څلور ماشومان چې عمرونه یې د ۱۱ او ۹ کلونو ترمنځ و، د لوبې کولو پر مهال په نښه شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پیښه لوی جنایت بللی او زیاته کړې یې ده چې ګډځواکونه په لوی لاس ملکي اهداف په نښه کوي
بل پلو د غزني د والي ویاند د هشت صبح ورځپاڼې ته د بمبارۍ پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په یادو بریدونو کې یې ۳۸ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والی ویاند ویلي چې د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې د بهرنیو ځواکونو په رهبري د (نبرد اهنین) په نامه عملیات پیل کړي دي.
نوموړي د ماشومانو د وژلو په اړوند له څه ویلو ډډه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځي وړاندي هم افغان عسکرو دغزني ولایت مرکز اړوندقرباغي کلي کي دبې دفاع ملکي خلکو په کورونو بمباري وکړه چي په ترڅ کي یې د۶ ماشومانو په ګډون یوه زنانه په شهادت ورسېدل.
په داسي حال کي چې د سیمې د خلکو په وینا طالبان دصحنې له ځایه ۶کیلومتره لیري دمنګور دکلي پرسرله ګډوځواکونو سره په جګړه بوخت وو.
په دې پیښه کي دځاني زیان ترڅنګ مالي زیان هم اوښتی وو.
د بهرنیانو او افغان ځواکونو لخوا ملکي تلفاتو زیاتیدل ولسي خلک اړ کړي ترڅو د وسلوالو مخالفینو په څنګ کې ودریږي او د حکومت او بهرنیو ملاتړو پرضد سنګر ونیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button