(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۹) څو شيبې وړاندې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې مربوط د سيلو په سيمه د وسله وال بريد په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي.
د افغان غږ د راپور له مخې، په فورنر موټر کې سپرو وسله والو په يوه سراچه موټر ډزې وکړې، چې له کبله يې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.
سيمه ييزې سرچينې وايي، په بريد کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي.
د سيلو سړک د ترافيکو پر مخ تړل شوی او د څېړنو لپاره سيمې ته پوليس رسېدلي دي.
تر اوسه د وژل شويو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي چې څوک دي او څه کاره دي.
تر دې دمه د برید مسوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
درې ورځې مخکې هم د کابل ښار پنځمه امنيتي حوزه کې د يوه زورواکي ساتونکي پر يوه پوليس ډزې وکړې او هغه يې ځای پرځای وواژه.
په دې وروستيو کې د کابل ښار امنيتي وضعيت خراب شوی، چې وخت ناوخت ترې د غلاوو، انسان تښتونې او ورته ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.

















