یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

 د بمونو باران او د تابوتونو کاروان

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 8, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
597
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره چې ټرمپ کومه سټراټيژي جوړه کړه، په هغې کې په افغانستان کې سولې ته هيڅ ځای نه دى ورکړل شوی، ټوله په جګړو، بمباريو او افغان وژنو څرخي. د همدې پاليسۍ په پلې کولو سره، په افغانستان کې امريکايي او افغان هوايي ځواکونو د زیات واک په ترلاسه کولو پر افغان ولس بمباري څو چنده زياته کړه.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د امريکا د هوايي ځواکونو قوماندان، جنرال جیمز هکر، په پنټاګون کې خبريالانو ته په وينا کې ويلي چې په افغانستان کې به پر طالب وسله والو د بمونو باران جوړ کړي. د جیمز هکر تر وينا مخکې پنټاګون اعلان کړی و، که طالب وسله وال له جګړې لاس نه اخلي، د هوايي بمبار په دوام او زياتوالي به یې له منځه يوسو.

په تېرو ١٧ کلونو کې، د جګړې دوام په وار وار ښوولې ده، چې کله هم د طالبانو پر خلاف د امريکايي جنرالانو ژبه ترخه شوې ده او پر طالبانو او افغان ولس یې بمباراو شپني ړانده عمليات زيات کړي دي، په مقابل کې طالبانو هم پر بهرنيانو او د بهرنيانو په ساتونکو افغان پوځونو بريدونه زيات کړي دي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې په زياتوالي تل ولس ته مرګوني تاوانونه اوښتي دي.

که د امريکايي هوايي ځواکونو قوماندان، جنرال جیمز هکر، او تر هکر دمخه نورو هوايي قومندانانو پر افغان ولس او طالبانو هوايي بمباري زياته کړې ده، طالبانو هم د خپلو بريدونو په زياتوالي په ورته عمل لاس پورې کړی او له افغان او امريکايي پوځي مشرانو یې د تيښتې لار ورکه کړې ده.

که د امريکا د هوايي پوځ قومندان طالبانو ته د بمونو د باران اخطار ورکوي، پخپله دې هم امريکا ته د امريکايي پوځونو د تابوتونو د کاروان انتظار وباسي. خو په دې شرط، که د امریکایانو ساتونکو او د هغوی د موخو تامینوونکي افغان پوځ لږ په خپل ګرېوان کې وکتل او خپله تنخواه یې حرامه وبلله.

اوس هغه پخوانى افغان پوځ هم نه دى چې د امريکا له جنګي قوماندو وروسته به یې پر افغان ولس د ټوپک شپېلۍ وراړوله. اوس په پوځ او پوليسو کې طالب وسله والو دومره نفوذ کړی چې تر طالبانو دمخه، په افغان پوځ کې د طالبانو نفوذي ملاتړي پر امريکايي پوځونو د ټوپکو شپېلۍ وراړوي او امريکا ته د تابوتونو کاروان لېږي.

اوس په افغان پوځ کې د غیرتي سرتېرو او وسله والو طالبانو هدف (د بهرنيو پوځونو له منځه وړل) يو شوی دى. که امريکايان پر افغان ولس او طالبانو د بمونو باران جوړوي، طالبان او په افغان پوځ کې دننه درېشي کړي مجاهدين هم امريکا ته د امريکايي پوځونو د تابوتونو کاروان لېږلو ته تيار دي.

تر اوسه طالبانو د درنو بمونو غورځوونکو الوتکو او بي-۵۲ له بمباريو  سر نه دی ټکولی. طالبانو د خپلې خاورې او ولس په دفاع کې، دا هر څه پر ځان منلي. خو مرګونو بريدونو یې له امريکايي چارواکو او پوځي مشرانو د تيښتې لار ورکه کړې چې وخت په وخت افغانستان ته د نورو پوځونو د رالېږلو اعلان کوي.

امريکايي هوايي او ځمکنيو پوځونو په تېر ٢٠١٧ز کال کې پر افغان ولس تر ٣٠٠٠ زيات بريدونه کړي دي. خو د طالبانو په حوصلو کې د کمښت پر ځای لوړوالی راغلی، چې په کابل کې د تيرې مياشتې بريدونه یې جوت مثالونه دي.

که د امريکا د هوايي پوځ قوماندان افغانستان ته د بمبار لپاره د بلېک هاک لېزري څرخکو په ډاډ پر طالب وسله والو د بمونو د باران جوړلو وينا کوي، دمخه روسانو هم پر افغان ولس د بمونو بارانونه کړي دي؛ خو افغان ولس د روس ځکمني، هوايي او د هغوی ګوډاګي پوځونه په خپل ايماني قوت او افغاني غيرت تر پولو په یوه منډه واړول – داسې منډه، چې ټوله امپراطوري یې ورړنګه کړه.

دا مهال، په امريکا کې د سنا مجلس غړي نيوکي لري چې په افغانستان کې د ١٦زرو امريکايي پوځونو د جګړې لګښت د امريکا اقتصاد له زوال سره مخ کړی دى. خو افغان ولس، تراوسه د لوی رب په تکيه او مرسته د کوم تاوان او اقتصادي ستونزو يادونه نه ده کړې؛ پخه اراده او هوډ یې کړی دى چې د خپلو سرونو په قربانولو به امريکا ته د امريکايي پوځونو د تابوتونو کاروان لېږي، ان شاءالله.

مخکینې مطلب

کابل ښار کې درې تنه په ډزو وژل شوي دي

بل مطلب

پک مې ليدلی و نه ماغزه وتلی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com