خوست کې د کمپاين ځواکونو د يوې کورنۍ اووه کسان شهیدان کړي

کابل.کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۱۹ – تېره شپه د خوست ولايت په علي شېرو ولسوالۍ کې د کمپاين ځواکونو د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ اووه غړي شهیدان شوي دي.

د خوست د امنيه قومندانۍ د امنيت امر، سمونوال عبدالحنان ځدراڼ، وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د کمپاين ځواکونو د يادې ولسوالۍ اړوند د بټۍ تاڼې په سيمه کې ترسره کړي دي.

د يادې کورنۍ يوه غړي علي جان امریکا غږ ته ويلي، په پېښه کې د ده پنځه ورونه، يو وراره او يو د تره ځوی وژل شوي دي.

شهیدان شوي ملکي وګړي: محمد ولي، نورالدین، قدم، اختر ګل، محمد دین – دا وروڼه وو او د ماجسکي زامن وو. ګل محمد یي وراره (د محمد دین زوی) و او نجیب یې د تره زوی و.


شهیدان شوي کسان په قوم کوچیان، پطي خیل، وو او د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ د بتۍ کلي اوسېدونکي وو.

سيمه ييزې سرچينې وايي، وژل شويو کسانو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې.

د کمپاین عسکرو څو شپې مخکې هم د خاني خوړ  په سیمه کې  دوه وروڼه شهیدان کړي وو.

تر دې وړاندې هم په خوست او څنګلورو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو عام ملکي وګړي د طالبانو په نوم شهیدان کړي دي.

پکتیا: ځانګړو ځواکونو ځوان شاعر شهید کړی

د وزې ځدراڼ خلکو د شاعر اسدالله د وژنې له امله د خوست – ګردېز لویه لار تړلې وه

په خوست کې ميشت د کمپاين ځواکونه تر ډېره د امريکا له خوا تمولېږي او ډېری مهال له امریکايي ځواکونو سره په ګډه عمليات کوي.

په وروستيو څو مياشتو کې د ګډو ځواکونو زياتېدونکو شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button