طالبان:د حکومت له خوا دولسي خلکو په مټ درغول شوي“عمري“ښارګوټي نړول لوی جنایت دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۹ فریدافغان)

طالبانو په تخار کې د ولسي خلکو له خوا د عمري په نامه د جوړ شوي ښارګوټي نړول په سختو ټکو غندلي او هغه یې د دحکومت له خوا د ولسي خلکو پرضد بزدلانه او شرموونکې کړنه بللې .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ‹‹له دغه اقدام څخه معلومیږي چې د کابل اداره د امریکايي ګټو لپاره استخدام شوی اداره ده، کوم جنایت چې اشغالګر يې د عملي کولو امر ورته کوي، دوي ترې مخ نه اړوي››

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې دا چاره د افغان عسکرو د بي ظرفیتۍ او د پردو لپاره د لوبیدو لویه علامه بللي“

دا په داسې حال کې ده چې نن د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور وویل چې د دې ولایت د درقد په ولسوالۍ د شورعرب سیمه کې یې د عمري په نامه ښارګوټی نیولی او پلان لري په ټولیزه توګه یې ونړوي.
نوموړي ویلي؛ له دې کبله داچاره ترسره کوي ترڅو یاد ښارګوټی د طالبانو عایداتي سرچینه ونه ګرځي او همداراز یې ددې کار د توجیه لپاره ویلي چې یاد ښارګوټی په ۱۵۰ جریبه دولتي ځمکه کې رغول شوی وو.
طالبانو ویلي چې ، دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه له سیمې څخه له جګړې پرته شاته تګ وکړ.
خو په وینا یې کله چې ګډځواکونه سیمې ته ورسیدل، سمدلاسه یې د نوي جوړ شوي ( عمري ښارګوټي) د دوکانونو او اماکنو په نړولو پيل کړی دی.

عمري ښار ګوټی د دریو ولسواليو ( خواجه بهاؤ الدین، درقد او ینګي قلعه ) خلکو د خپلو اړتیا په اساس جوړ کړی وو چې تر (۱۰۰۰) پورې دوکانونه، مسجد، دیني مدرسه، پکې تأسیس شوي، کلنیک، ښونځي، پارک او نور لوازم يې هم په پلان کې وو.
د طالبانو د ویاند له قوله؛ د ښارګوټي ټول اماکن ولسي خلکو په خپلو پيسو آباد کړي او چاری يې هم د سیميزې شورا لخوا چې محلي سپين ږيري اومشران په کې ونډه لري، پرمخ بیول کیدې.

د نوموړي په وینا؛ ګډوځواکونو د دې لپاره چې دا سیمه د مجاهدینو په کنترول کې وه او د ښارګوټي دجوړولو زمینه د ولس د اسانتیا لپاره مجاهدینو مساعده کړی وه نو په همدې اساس نن ورځ دولني ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د بازار نړولو او تخریب ته مټې بډ وهلي، ماشینونه يې راوستي، د بازار چوک او ګڼ ځایونه يې نړولي او د خلکو د دوکانونو په تخریب بوخت دي.
مجاهد ویلي ، که چیرې دغه اداره د خلکو استازې وای او یا يې د خلکو د ژوند او ښيرازې په اړه فکر درلودای نو د ولسي خلکو په سرمایه د جوړ بازار چې صرف عام ولس ته يې ګټه رسیږي نړول څه معنا لري او د کوم هدف لپاره دغه ډول جنایت ترسره کیږي؟ ››

طالبانو د دې په خاطر چې د دې کار سلګونه میلیونه افغانۍ زیان یواځې ولسي خلکو ته اوښتی په رسنیو هم غږ کړی چې د سیمې خلکوته د زیان د مخنیوي لپاره باید بې پرې راپورونه خپاره کړي .

او په وینا یې چې “د دغه ناځوانمردانه او بزدله عمل د مخنیوي لپاره خپل افغاني مکلفیت ادا کړي“
د تخار د والي ویاند ویلي چې همدا اوس یې دولسي خلکو لخوا دجوړ شوي ښارګوټي د نړولو چارې پیل کړې او ژر به یې له منځه یوسي.
ځینو رسنیو بیا دحکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې حکومت پلان لري د طالبانو له لوري په ټولو رغنیزو چارو کې د ونډې اخیستلو مخنیوی وکړي ترڅو هغوی په دې توګه ولسي محبوبیت ترلاسه نکړي.
سرچینو ویلي چې د وزیرانو په شورا کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونه باید د طالبانو لخوا په کندوز کې د لویو استنادي دیوالونو، پلونو او نورو رغنیزو چارو مخه ونیسي .
د شنونکو په وینا؛ حکومت او نړیوال غواړي چې طالبان خلکو ته یواځې جنګیالۍ او ترهګره ډله وروپیژني او د راتلونکي لپاره خپلې ټولې رغنیزې چارې امریکایانو ته منسوبې شي.
د یادونې ږړ ده چې طالبانو په وار وار ویلي چې دوی د رغنیزو چارو ملاتړ کوي او ونډه په کې اخلي خو په خبره یې چې دحکومت ځینې استخباراتي کړۍ په لوی لاس د دوی د بدنامۍ هڅې کوي.
د پیښو څارونکي په دې اند دي چې د حکومت له خوا د ولسي خلکو په لګښت جوړ شوی د یوه لوی بازار نړول چې ټول زیان یې ولسي وګړو ته دی، ښایي ستر غبرګونونه له ځانه سره ولري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button