دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د نفاق بله نښه: په مسلمانانو  نیوکه کول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 8, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
159
ځلې شریک شوی
173
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

 
دکتور کفایت الله وردګ
یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي  په تېرو برخو کې مو د منافقینو څه نښې بیان کړې وې  پدې برخ کې به د منافقینو په دریو نښو خبرې وکوو:
۱. په مسلمانانو بې ځایه نیوکه کول کول.
۲. وعده خلافی کول.
۳. په عباداتو کې سستیا کول .
د تېرې برخې  په تعقیب….
په مسلمانانو بې ځایه نیوکه کول کول
د منافقینو بل صفت دا دی چې په هغه کسانو باندې نېوکه کوي چې د الله تعالی په لاره کې قربانی ورکوي ، صدقات کوي ، مصرف کوی او خپله هستي مصرف کوي .
الله تعالی فرمایی : الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (79) سورة التوبة
ترجمه : هغه منافقان چې عیب وایی په (ډېرو) خیرات کوونکو باندې له مؤمنانو په (اداء د) صدقاتو کې او (بل) د هغو (بې وزلو عیب وائي) چې هېڅ نه مومي دوی مګر په قدر د وس  پس مسخرې کوي دغه منافقان په دوی پورې الله به دوی ته د دوی د مسخرو سزا ورکړي او شته دوی ته عذاب دردناک . 
په اوس وخت کې چې بې ځایه د مسلمانانو په اسلامي کارونو باندې نیوکه کیږي ، ښه کار ته یې بده توجیه کیږی ، د اسلام په لاره کې قرباني ته جرم ویل کیږی  همدا د منافقت د صفت یو اثر دی .
د منافقینو دا صفت مونږ ته الله تعالی را ښیی چې کله په مجلس کې کیني شروع به د هغه چا په عیبونو کې وکوي چې هغه مسلمان وي ، نېک انسان وي ، د الله تعالی په لاره کې قرباني ورکوي ، صالح وي  د هغه په عیبونو به شروع وکوي  کافر به نه یادوي ، یهود ، نصارا ، ملحدین بلکه شیطان او د د نیا ټول کفار دده له ژبې څخه په امن کې وي خو یو مسلمان او نېک انسان دده له ژبې څخه په امن کې نه وي دا د نفاق نښه ده کله چې د نفاق دا نښه په کوم انسان کې راشي هغه ته بیا  په کفارو کې چې څومره عیبونه دي هغه ورته نه ښکاره کیږي او په مسلمانانو کې چې کوم نېک صفات دي هغه ورته د عبیونو په ډول ښکاره کیږی که په مونږ کې دا عیب وي باید چې څومره زر کېدی شي ځان ورڅخه خلاص کړو د یو ادنی مسلمان د دنیا تر ټولو کفارو غوره دی باید مونږ  کافر تر مسلمان غوره نه کړو.
وعده خلافی کول
د منافقینو بله لویه نښه او بل لوی صفت دادی چې هغوی وعده وکوي بیا ورڅخه مخالفت کوي  رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم چې د منافقینو صفات او نښې بیانولې نو فرمایلي یې وو : وإذا وعد أخلف (کله چې وعده وکوي مخالفت ورڅخه کوي) .
که په وعده وفا مشکله شي؟
کله داسې هم وي چې څوک وعده وکوي بیا وروسته ورته وفا کول مشکل شي نو هغه تردې حدیث لاندې نه راځي د منافقینو صفت او علامه هغه بې وفایی ده چې کله وعده کوي د وعدې کولو په وخت کې یې په زړه کې وي چې وفا ورباندې نه کوم  او که چېرته یې د وعدې کولو په وخت کې په زړه کې وو چې خامخا به دا وعده پوره کوم لکن وروسته ورته څه مشکل مخې ته شو وفا یې ونشوای کولی او بې وفایی ورڅخه وشوه دا د منافقینو په صفت کې نه راځي .
په وعده کولو کې احتیاط کول .
مسلمان چې کله وعده کوي باید احتیاط وکوي او له بي وفایی نه ځان وساتي او داسې وعده وکوي چې دده یقین وي چې عمل ورباندې کولی شي ددې امله به د حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه عادت وو کله به یې هم وعده نه کوله مګر ورپسې ویل به یې إن شاء الله  معنی دا چې لدې نه به یې ځان ساتلو چې په ټینګه د راتلونکې په اړه خبره وکوي او دا به یې ښه نه ګڼله .
نو هغه کسان چې کله وعده کوي او پدې وخت کې یې مطلب صرف دا وي چې له چا څخه ځان خلاص کړي او د وفا نیت او اراده یې ورته نه وي هغه د پوه شي چې په دوی کې د منافقیت یو خوی موجود دی ځان د ورڅخه خلاص کړي.
 او دا چې له چا څخه ځان نشي خلاصولی او په درواغو وعده ورسره کوي تردې دا غوره ده چې رښتیا خبره ورته وکوي او په څه عذر ځان ورڅخه خلاص کړي .
په عباداتو کې سستیا
 د منافقینو بل صفت دا دی چې هغوی عبادات په شوق سره نه کوي ، سستیا پکې کوي ، له زړه نه یې نه کوي  الله تعالی د منافقینو د مانځه په اړه فرمایی چې دوی کله مانځه ته پاڅیږي نو سست ورپاڅیږي  الله تعالی فرمایی : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142). سورة النساء
ترجمه : بېشکه منافقان ټګي کوي (په ښکاره کولو د اسلام او پټولو د کفر) له الله تعالی سره او الله تعالی سزا ورکوونکی دی د دوی (ددې ټګی په سبب ) او هرکله چې پاڅیږي دغه (منافقان)  لمانځه ته نو پاڅېږي سست کاهلان ښيي دوی خلقو ته (ځان خپل چې مونږ هم مسلمانان یو) او نه یادوي دوی الله تعالی مګر (ریایي یادول) لږ .
په بل ځای کې الله تعالی فرمایی : وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ (54) . سورة التوبة
ترجمه : او نه دي منع کړي دوی له دې چې قبول کړل شي له دوی نفقې  د دوی  (هېڅ شي)  مګر هم دې خبرې چې بېشکه دوی کافران شوي دي په الله تعالی او په رسول د دغه (الله تعالی)  او نه را ځي دوی مانځه ته مګر په دې حال چې دوی سست وي او نه لګوي دوی (د الله تعالی په لاره کې هېڅ مال) مګر په دې حال کې چې دوی نا خوښه وي.
همدارنګه د منافقینو د مانځه په اړه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي : مونږ به لیدل چې د جَمعې (جماعت) له مانځه نه به هېڅوک نه پاتې کېدل مګر هغه چې منافق به وو او نفاق به یې ښکاره وو .
نو که مونږ په خپل ځان کې ووینو چې دنیاوي کارونو ته ډېر په شوق او په منډه مخه کوو لکن عبادت ، مونځ او نورو دیني کارونو ته د زرړه په زور ور وړاندې کیږو نو باید پوه شو چې د منافقت یو خوی په مونږ کې هم راغلی دی او باید زر تر زره ورڅخه ځان خلاص کړو الله مه کړه که دا عادت مو په طبیعت کې پوخ شي یو وخت به داسې راشي چې بیا به عبادت کول نور هم راته سخت شي  د کامل او غوره مؤمن نښه ده چې هغوی عبادت په شوق سره کوي او خوند ورڅخه اخلي ….. نور بیا ان شاء الله
 
 
زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین
مخکینې مطلب

پس له اعدام به خپل انجام وګورې ؟

بل مطلب

طالبان:د حکومت له خوا دولسي خلکو په مټ درغول شوي“عمري“ښارګوټي نړول لوی جنایت دی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com