دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

امریکا له هند او چین څخه غوښتي چې افغان جګړه کې یې لاس نیوی وکړي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
فبروري 9, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
امریکا، چین، هند

امریکا، چین، هند

40
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ سلواغه ۲۰ فرید افغان)

په داسې حال کې چې افغان جګړه ورځ تر بلې ترینګلي حالت ته ننوځي، او په ورځنۍ توګه سلګونه افغانان په کې وژل کیږي، تازه خبرونه وایي چې امریکا هند او چین ته په دې جګړه کې د ورګډیدو بلنه ورکړې، چې د کارپوهانو په اند واشنګټن افغانستان هم د سوریې په برخلیک چې روسیه، ترکیه او امریکا په کې ښکیل دي، اخته کول غواړي.

دا هم ولولئ

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

د رویټرز اژانس د خبر ترمخه؛ تیره ورځ امریکایی ولسمشر ټرمپ د هند له صدر اعظم نریندرا مودی سره تلیفوني خبرې کړې او هغه یې هڅولی تر څو په افغان جګړه کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي.
ټرمپ مودي ته ویلي؛ چې له سیمیزو رقابتونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه دې ویره نه کوي ځکه چې په وینا یې اوس دوی ټول د وسلوالو پرضد یو متحد جوړښت لري.
امریکا له هند څخه داسې مهال یاده تکراری غوښتنه کوي چې تیره ورځ د همدې هیواد چورلکو په غزني کې په لوبو بوخت ماشومان په نښه او ۴ تنه یې ځای پرځای شهیدان کړل.
هند د ټرمپ خبرو ته سملاسي نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکړی، خو ویلي یې دي چې په دې تړاو به فکر وکړي.
د یادولو ده چې هند اوسمهال له افغانستان سره د وسلو اوتجهیزاتو لوی مرسته کونکی هیواد دی.
باید وویل شي چې، څو میاشتې وړاندې هندي رسنیو افغانستان ته د ۱۵ زره کسیز هندي پوځ د لیږلو خبر ورکړی و، چې بیا د دې هیواد ددفاع وزیرې داخبر رد کړ.
د یوشمیر کارپوهانو په باور؛ هند ځکه افغان جګړې ته اولویت ورکوي تر څو له افغانانو تاریخي کسات خپل کړي، خو په مخ کې سیمیز مخالفتونه لوی خنډ بولي.

بل پلو د پنټاګون مرستیال وزیر «رندل شرایور» څرګنده کړې چې په افغانستان کې د چین پوځي حضور ته هرکلی کوي او هیله لري ترڅو پیکن ورته مثبت ځواب ووایي.

نوموړي ویلي؛ چین په افغانستان کې د وسلوالو له فعالیتونو اندیښمن دی او د ایغوري مسلمانانو چې د چین تر تولو کمزوری قشر بلل کیږي، او یو شمیر یې په افغانستان کې میشت دي؛ ورسپارل غواړي.
د لویدیځو خبري اژانسونو له قوله؛ د وسلوالو پر ضد د نړیوالو محاربو قواوو وروستي پاتې راتګ امریکا اړ کړې ترڅو د چین څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي.
د سیاسي چارو کارپوه عبد الرحیم ثاقب په دې تړاوو وایي؛ چې په شمال کې د تاجکستان او چین پولو ته څیرمه د امریکایانو لخوا د بي ۵۲ ډوله الوتکو په مټ وروستۍ ترسره شوېبمبارۍ دا جوتوي چې امریکا په لوی لاس غواړي چې دلته چین او روس خپل پوځي حضور پیاوړی کړي
د نوموړي په باور؛ په افغانستان کې د روسیې او چین په دې پوځې ښکیلتیا سره به امریکایان توانیدلې وي چې په یوه وخت کې هم مسکو او بیجینګ ته خپل پوځي پیغام ورسوي او هم ضمنا هغوی ته لکه په سوریه کې ترکانو ته لومړی په سرحدي سیمو او وروسته په نورو شمالي سیمو کې د چیچن او ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت جنګیالو د ځپلو پلمه په لاس ورکړي چې په دې سره به نورهم د افغانستان جګړه د متعددو ابعادو په خپلولو سره ستونزمنه کړ.
نوموړی زیاتوي؛ امریکایانو لکه چې د ډیورنډ پر فرضې کرښه باندې یې پاکستان د اغزن تارغزولو ته هڅولی او د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ یې تشنج رامنځته کړی په عین شکل غواړي له چین او تاجکستان سره په پوله باندې دغسي ترینګلتیا ته فرصت مهیأ او افغانستان ته پر شته مشکلاتو سر بیره مزید نور مشکلات هم را پیدا کړي.

مخکینې مطلب

د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې تر درې نیم زره ډیر بهرني پوځیان وژل شوي

بل مطلب

”ترکیه، روسیه او ایران به استانبول کې د سوریې په اړه غونډه وکړي“

ځانګړي مطالب

افغانستان

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
افغانستان

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
خبرونه

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
خبرونه

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com