(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۰ فرید افغان)
بهرنۍ رسنۍ وخت ناوخت بهرنیو عسکرو ته د اوښتو تلفاتو هغه ارقام چې د امریکا د دفاع وزارت له خوا په سانسوریزه توګه ورکړل شوي وي، نشر کوي،ځکه چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغان جګړه کې لا هم ښکیل ده او د خپلو سرتیرو د مرال ماتولو او د مخالفینو د خوشالۍ په خاطر لا هم نه ده چمتو تر څو واقعي ارقام بربنډ کړي.
د پژواک اژانس د خبر ترمخه چې د icasualties په نامه ویبپاڼې په حواله یې خپور کړی راغلي چې له ۲۰۰۱بیا تر ۲۰۱۸ کال پورې د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې د طالبانو د خوځنده بریدونو له امله ۳۵۴۶ بهرني پوځیان چې د ۳۰ هیوادونو اتباع و، وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي
د وژل شویو له ډلې ۲۴۰۸ امریکایان، ۴۵۵ بریتانويان او ۱۵۸ د کاناډا هیواد اتباع وو.
ویبپاڼې ویلي چې په ۲۰۰۱ کال کې ۱۲ تنه امریکایان ووژل شول، په ٢٠٠٢، ٧٠ تنه، په ٢٠٠٣، ٥٨ تنه، ٢٠٠٤، ٦٠ تنه، ٢٠٠٥، ١٣١ تنه، ٢٠٠٦، ١٩١ تنه، ٢٠٠٧، ٢٣٢ تنه، ٢٠٠٨، ٢٩٥ تنه، ٢٠٠٩، ٥٢١ تنه، ٢٠١٠، ٧١١ تنه، ٢٠١١، ٥٦٦ تنه، ۲۰۱۲، ۴۰۲ تنه، ۲۰۱۳، ۱۶۱ تنه، ۲۰۱۴، ۷۵ تنه، ۲۰۱۵، ۲۷ تنه، ۲۰۱۶، ۱۶ تنه، ۲۰۱۷، ۱۷ او روان کال کې سره له دې چې ۱۶ تنه په ننګرهار او ۵ تنه په کندوز کې ووژل شول یواځې د یو تن وژل کیدل منل شوي دي.
دې ویبپاڼې ویلي چې د وژل شویو له ډلې په هلمند کې (۹۵۷ تنه)، په کندهار (۵۶۱ تنه) او په پلازمینه کابل کې (۱۹۱ تنه ) بهرنیان وژل شوي دي.
ویبپاڼې ویلي چې ټپي بهرني عسکر له ۱۷ زره پورته دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکي د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي عسکرو د بریدونو له امله د ارقامو تلفات له رسنیو سره لاهم نه شریکوي، همداراز د پیښو په ترڅ کې هم تر ټولو کمه سلنه تلفات ابلاغوي.
د امریکایي چارواکو د استدلال ترمخه، چې دوی اوس په جګړییز حالت کې دي نو له همدې کبله نه غواړي ترڅو کره ارقام نشر ته وسپاري.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو له پراخو هوایي بریدونو وروسته ګڼ ولسي خلک او د حکومت په لیکو کې سلګونه عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او یایې هم د بهرنیانو پرضد د یو نه یو ډول همکارۍ چمتوالی ښودلی دی.


















