(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ )
تیره ورځ خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ملي امنیت پورې تړلې یوې ډلې “مجبور ګروپ” له لوري د حضرت ګل په نوم یو عالم په ډزو و وژل شو.
ځایي سرچینو ویلي چې پرون لس بجې د نادرشاه کوټ ځنیخیلو څرمیښکۍ سیمه کې د “مجبور ګروپ” په نوم د یوې ډلې دوه موټرسایکل سپرو پر “مولانا حضرت ګل” هغه وخت ډزې وکړې کله چې دوی له مدرسې نه کور ته روان وو او وروسته د “څرمیښکۍ” په نوم پوستې ته ننوتل.
“مجبور ګروپ” د استخباراتو پخواني کارمند ناظم ځدراڼ زوی “شاه محمد” جوړ کړی چې په سیمه کې خپل مخالفین ترور کړي چې څه موده وړاندې یې د قاري خبیرګل په نوم یو بل حافظ د قران هم وژلی وو.
د دوی په اړه ویل کیږي چې د حکومت له اسلحې نه په ګټه پخواني عداوتونه او دښمنۍ پالي چې وخت ناوخت د سیمې خلک د طالبانو په نوم وژني او یا زوروي، چې څه موده وړاندې یې په یاده سیمه کې پاڼې هم خپرې کړې وې او خلکو ته یې ګوتڅنډنې پکې کړې وې.
شیخ حضرت ګل له دیرشو کالو راهسي په یاده سیمه کې د جامعه حنفیه په نوم مدرسه کې د درس او تدریس چارې پر مخ وړلې او پر دیني خدمت بوخت وو چې له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې تړاو نه درلودلو.















