افغانستان او زمبابوی نن دويمه يو ورځينۍ لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۲) د افغانستان او زمبابوی تر منځ د پنځوس اوريزې کرکټ لړۍ دوهمه لوبه نن شنبه ترسره کېږي.

ټاکل شوې، چې ننۍ پنځوس اوريزه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماذيګر پر درې نيمو بجو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې پيل شي.

تر دې مخکې افغانستان له زمبابوی څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله او ورپسې د پنځوس اوريزو لوبو پنځه يوه ورځينۍ لوبې پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې يې زمبابوی ته د ۱۵۴ منډو په توپير ماتې ورکړه او دوهمه لوبه به نن کېږي.

د نړيوالو سياليو په روانه لړۍ کې به د پنځوس اوريزو لوبو درېيمه لوبه د فبرورۍ په ديارلسمه، څلورمه لوبه په شپاړلسمه او وروستۍ لوبه په نوولسمه نېټه ترسره کېږي.

د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو تر منځ تر دې مخکې شل نړيوالې يو ورځينۍ لوبې کړي چې دولس افغانستان او اته زمبابوی ګټلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button