(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۲) د هلمند ولايت په ګرشک وللسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کسانو د يوه امنيتي مرکز شپاړلس دولتي عسکر وژلي دي.
سيمه ييزو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، تېره ورځ د طالبانو درې تنو نفوذي کسانو د يادې ولسوالۍ مربوط د ترابي هوټل په سيمه کې د دولتي ځواکونو پر يوه مرکز کې په عسکرو بريد کړی او شپاړلس تنه يې وژلي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د وژل شويو عسکرو وسلې، مهمات او نقليه وسایط له ځان سره وړي دي.
دغه وژل شوي شپاړلس تنه په هلمند کې د سنګوريانو په نوم د اوپراتيفي ځواک سرتيري دي چې د ملي امنيت ادارې پورې اړوند دي او تر ډېره خپل ځانونه د طالبانو په څېر جوړوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پېښه تاييدوي خو د وژل شويو کسانو د شمير او په دې اړه يې له نورو جزياتو ورکولو ډډه کړې.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په ياده سيمه کې د يوه مرکز په داخل کې د دوی درې تنو نفوذي کسانو پر دولتي سرتيرو بريد کړی په ترڅ کې يې د يو قومندان په ګډون شپاړلس عسکر وژل شوي دي.
احمدي زياتوي، له بريد وروسته د مرکز څخه د پنځه ميله درنې وسلې سربيره، ګڼ شمير کلاشنکوفونه او په زياته اندازه مهمات، يو موټر او يو موټرسيکل هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د دولتي ځواکونو په ليکو کې د طالبانو نفوذي کسان بريدونه کوي او په دومره ډېر شمير کې سرتيري وژل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د طالبانو نفوذي بريدګرو په افغان او بهرنيو ځواکونو ورته ډول بريدونه کړي او ګډو ځواکونو ته يې درانه ځاني تلفات اړولي دي.
طالبانو څه موده مخکې ويلي و، چې د افغان پوځ او بهرنيو ځواکونو په امنيتي پوستونو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي او د موقع نه په استفاده به خپل بريدونه ترسره کوي.















