د جګړو له امله ۱۳ لکه افغانان بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۲) د افغانستان د مهاجرينو او بېرته ستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل وايي، په ۲۰۰۷ميلادي کال کې شپږ لکه افغانان د جګړو، خراب اميتي وضعيت او نورو ستونزو له کبله بې ځايه شوي دي.

نوموړی وايي، ډيری خلک په هغو ولايتونو کې بې ځايه شوي چې جګړې پکې زياتې کېږي او د امنيت له پلوه خوندي نه دي.

د مياخيل په وينا، د مهاجرينو چارو وزارت هڅه کړې چې بې کوره کډوالو سره لازمې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تير کال په وروستۍ مياشت کې د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په خپل راپور کې ويلي و، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې ديارلس لکه او دېرش زره افغانان د بې ځايه شويو کورنيو په توګه ثبت شوي دي.

د يادونې ده، په ۲۰۱۷م کال کې لکونه افغانان له ايران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شول خو د هېواد د خراب امنيتي وضعيت، بې کارۍ او جګړو له کبله غواړي بېرته بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.

د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په جګړو کې ډېر کله ملکيانو ته زيان اوړي، ګڼ ميشتي ځايونه او کلي په توپونو او هوايي بريدونو کې په نښه کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button