(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۲) تېره شپه د فراه ولايت په مرکز کې د ايټالوي ځواکونو پر پوځي اډه او هوايي ډګر توغندي لګېدلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، د توغنديو لګېدو له کبله په هوايي ډګر کې ميشت د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې د کره معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی د کره معلوماتو پر اساس توغندي په پوځي اډه کې د بهرنيانو په ميلمستون لګېدلي او په ترڅ کې يې اووه ايټالوي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
طالبانو ويلي، وړمه ورځ يې هم په ياده پوځي اډه درې توغندي وار کړي و چې پکې پنځو تنو ايټالوي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تېر کال په لومړيو کې په فراه ولايت کې د طالبانو له زياتېدونکو بريدونو وروسته نږدې درې سوه امريکايي او ايټالوي پوځيان هغه ولايت ته ولېږل شول چې ځينې يې بيرته ستانه شول خو شاوخوا دوه سوه بهرني عسکر اوس هم په دغه ولايت کې ميشت دي.















