دطالب سره ډغره وهل، که دمچیوؤ جالی ته لاس وروړل؟؟؟؟

لیکوال: ابوعُزیرحنفی
مونږ چی واړه وؤ نو خلکو به وئېل چی څوک بلا په ټوپک اوولي او یائې په چاړه حلاله کړي نو د بلا د ویني د هر څاڅکي نه بله بلا جوړیږي،
نوځکه که د بلا درسره چرته جنګ یامقابله راغله نو بلا به وژنۍ نه،
نوزه وایم چی د امریکی او افغان حکومت نن د بلا سره جنګ او لانجه راغلی ده او چی څومره ئې بمباروي یا ئې مخامخ جنګ کښی مړه کوي او یا ئې هم بندیان کوي نو هم هغومره طالبان نور هم زیاتیږي کمیږي نه (الحمدلله)
زه وایم که حکومت دا تیروتنه وکړه چی بندي طالبان اعدام کړي نو دابه د حکومت لپاره د بلا د وینی د څاڅکو پشان شي
ځکه دا خبره حکومت څه وخت مخکښی هم تجربه کړه او یو څه اندازه طالب بندیان ئې اعدام کړل خو د هغی نه روسته خو پکاردی چی طالبان ډارشوی وی خو خبره سرچپه شوه او دهغی نه وروسته طالبانو خپل بریدونه نورهم زیات کړل او د خپلو اعدام شوؤ ملګرو غچ ئې په څوڅو چنده واخیستلو
داځل حکومت بیا اعلان کړی دی چی طالب بندیان به اعدام کړي
خو زه وایم چی حکومت باید داځل بیا خپله ناکامه تجربه تکرار نکړي اوکه حکومت بیا هم خپله ناکامه تجربه تکرار کړه نو داځل به ئې پایلی ترمخکښی وختونو ډیرخطرناکی وي
ځکه چی طالبانو اولسي ملاتړ هم د مخکښی نه ډیر ترلاسه کړی دی چی پدی باندی میډیا هم اعتراف کړی دی چی په کلیوؤ کښی خلک خپلی ټولی لانجی کونجی دحکومت پرځای په طالبانو حل کوي او طالبانو خپل صفونه هم د پخوا په پرتله ډیر منظم کړي دي،په ډیره اندازه پوځی او جنګي وسایط ئې له همدی حکومت نه دخپل سر په زور نیولی هم دي نوممکن چی په خپلو اقدامي اوانتقامي جنګونو کښی دهغی څخه هم استفاده وکړي،
او که داسی وشول نو دخوار غریب بچی به هم پکښی ډیر زیات تلفات وویني ځکه داشرف غنی، ډاکټر عبدالله، دولت وزیري، کریم خلیلي، حنیف اتمر، معصوم ستانکزي، ددی خلکو یوه بچی هم تراوسه دطالب مقابلی ته په نظامی میدان کښی ندی راوتلی،
خو کونډه به پکښی دافغان عسکر دربدره وي او هر ځای کښی چی دحکومت نه دخپل خاوند امتیازات غواړي نو په بدل کښی به ترینه دجنسی تیری مطالبه کیږي،
خو حکومتي عسکرهم باید نور پوهه شي چی د جنګ کولو اونه کولو امر دامریکي سره دی ځکه خو امریکائې چارواکو اعلان وکړو چی نور نو طالبانو سره هیڅ قسم مذاکرات نه کوؤ،
که چرته افغان حکومت خپل ولس ته وفادار او د امریکی ګوډاګۍ نه وی نوباید چی دامریکی ددی اعلان په مقابل کښی ئې خپل دسولی دریځ بیا وړاندی کړی وی او امریکی ته ئې دداقسم اعلانونو دنه کولو امرکړی وی خو هرڅوک پدی پوهیږی چی غوا توره اوشیدی ئې سپینی،
اوهغه داسی چی دافغان حکومت مکمله بودیجه دامریکی لخوا ورکول کیږي نوهرکله چی داسی صورتحال دی نوبیا افغان حکومت کله دامریکی داعلان سره خپل مخالفت څرګندولی شي اګر که بی ګناه افغان اولس هم پکښی شهید شي،



