د یوې معجزی په کشفولو سل ملیارده ډالر لګښت راغلی

عمیر
د نبوت په لومړيو کلونوکې د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام څخه غوښتنه وکړه چې که ته ريښتونى پيغمبر يې نو موږ ته سپوږ مۍ دوه ټوټې وښايه، که داسې دي وکړل نو موږ به ايمان راوړو، پيغمبر عليه السلام دعا وکړه؛ نو الله تعالى يې غوښتنه پوره کړه او خلکو کتل چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه ، يوه ټوټه يې د “صفا” بله د “قَيْقُعان” غرونو ترشا داسې ولاړه چې ترمنځ يې د حراء غر ښکاره شو؛ خوددې حقيقت له څرګندېدو سره سره د مکې مشرکانو بياهم انکار وکړ او پيغمبر عليه السلام ته يې وويل:
تا ز موږ په سترګوجادو وکړ بيايې ويل: دى خو په ټولو خلکو جادو نشي کولى، ګورو به که زموږ مسافر يا د ليري پرتو سيمو خلک راغلل او هغوى هم دا پېښه ليدلې وه نو سهي ده، څه موده وروسته هغوى راغلل او دا پېښه يې تائيد کړه ، په خپلو سترګو يې ليدلي ول چې سپوږ مۍ دوه ټوټې شوې وه؛ خو بيا هم دوى و نه منل او ويل يې: دا يو دوامداره جادو دى نو الله تعالى دا اياتونه رانازل کړل :
اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ وَإِنْ يَرَوْا آَيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ ژباړه:
قيامت رانژدې شو او سپوږمۍ و چوده او دوى چې کومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه را روانې کوډې دي
د دې ايت په تفسير کې زياتره مفسرينو ليکلي دي، چې د شق القمر د سپوږمۍ چودلو پېښه د مکې په “منى” کې رامنځته شوې ده او مفتي شفيع رحمه الله په خپل تفسير معارف القرآن کې ليکلي دي: د هند “تاريخ فرشته” نومي مستند او باوري کتاب کې راغلي دي چې په هند کې “مهاراجه ليبار” دا پېښه په خپلو سترګو ليدلې وه چې بيايې له همدې امله ايمان راوړ
دغه راز د حديثونو په کتابونو کې هم د دې پېښې په اړه ډېر روايتونه رانقل شوي دي:
عَنْ اَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ رضي الله عنه اَنَّ اَهْلَ، مَكَّةَ سَاَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم اَنْ يُرِيَهُمْ آية، فَاَرَاهُمُ الْقَمَرَ شِقَّتَيْنِ، حَتَّى رَاَوْا حِرَاءً بَيْنَهُمَا. رواه البخاري
انس بن مالک رضى الله عنه وايي: د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام نه وغوښتل چې کومه معجزه ورته و ښئ؛ نو سپوږمۍ يې دوه ټوټې ورته و ښودله تردې چې د دواړو ترمنځ حراء (د حراء غر) هم وليدل شو.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضي الله عنه ـ قَالَ انْشَقَّ الْقَمَرُ وَنَحْنُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى فَقَالَ ” اشْهَدُوا “. وَذَهَبَتْ فِرْقَةٌ نَحْوَ الْجَبَلِ.
په بل روايت کې عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي:
سپوږمۍ دوه ځايه شوه او هغه مهال موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې وو، هغه صلى الله عليه وسلم وويل:
تاسو ګواه اوسئ او يوه ټوټه يې د غره لور ته ولاړه
امام مسلم رحمه الله روايت رانقل کړى، وايي: عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وويل: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ بَيْنَمَا نَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى إِذَا انْفَلَقَ الْقَمَرُ فِلْقَتَيْنِ فَكَانَتْ فِلْقَة ٌوَرَاءَ الْجَبَلِ وَفِلْقَةٌ دُونَهُ فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ” اشْهَدُوا “
عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي: موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې وو چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه، يوه ټوټه يې د غره شاته ولاړه او بله د غره مخ ته؛ نو پيغمبر عليه السلام وويل: تاسو ګواهان اوسئ
د ناسا یوه څیړونکی وايي هغه امریکايئ سفینه کلمنتاین چی د څو کالو راپدی خوا د سپوږمی په مدار ګرځي او د تحقیقاتو کارکوی زمونږ د سلو ملیاردو ډالرو څخه زیات پری لګښت راغلی خو یو ډیر مهم راز یې کشف کړی چی دا راز په نورو سیارو او سپوږمکیو کښی نشته هغه دا چی دا سپوږمی سلکونه کاله د مخه په دوه مساوی برخو ویشل شوی او بیرته سره یوځای شویده اُردنی څیړونکی چی کله ناسا ته خپل راپور ورکاوه نو داسی یې وویل:
دا د۱۴۰۰ کاله د مخه موضوع ده چی د مسلمانانو د پیغمبر یو معجزه ده چی دوی یې شق القمر بولی د دی نه وروسته ناسا خپلو څیړنوته بیا ادامه ورکړه خو د دی دوه ټوټی کیدو هیڅ علت یې پیدا نکړه.



