دفاع وزارت: له وسله والو مو د وروستيو بريدونو غچ اخيستی

راپورتاژ: الماس خدرخېل —- که څه هم پخوا په هېواد کې د ژمي په راتلو سره جګړې يو څه ارامېدلې خو د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته  د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو، عملياتو او شپنيو چاپو کې زياتوالی راغلی دی.

د افغانستان دفاع وزات وايي، له تېرې څه مودې راهيسې يې د وسله والو د ځپلو هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي او زياتوي چې په دغو عملياتو کې يې د وروستيو بريدونو غچ اخيستی دی.

د دغې وزارت وياند دولت وزيري وايي، د جګړې په ډګر کې د وسله والو فعاليتونه نيم په نيمه راکم شوي دي.

د وزيري په وينا، په تېرو شلو شپو کې توانېدلي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د هوايي بريدونو، عملياتو او شپنيو چاپو کې د کابل د وروستيو حملو غچ له طالبانو واخلي.

نوموړی وايي، په غزني، جوزجان، بدخشان، تخار، سرپل، فارياب په ګډون په يو شمير نورو ولايتونو کې عمليات ښه پرمخ روان دي، چې په پايله کې يې سلګونه وسله وال وژل شوي او سلګونه کسان نور ټپيان دي.

خو په عين حال کې د فرانسې خبري اژانس په واشنګټن کې د ترهګرۍ د څېړنې د يوه مرکز په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې د ۷۲ بريدونو مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستی زياتوي چې د دومره ډېر شمير بريدونو کول د تېر په پرتله بيخي زيات دي.

په داسې حال کې دفاع وزارت د خپلو عملياتو د برياليتوب خبر ورکوي، چې څو ورځې مخکې د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني ويلي و، د دغې ولايت په روانو عملياتو کې تر ډېره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او يواځې زيان يې ملکيانو ته اوړي.

د کامراني په خبره، دغې عملياتو تجارتي بڼه غوره کړې، تر ډېره پکې نظامي چارواکي خپلې ګټي خوندي کوي، عملياتي قوې هيڅ پرمختګ نه دی کړی، ډیری خلکو خپل کورونه پريښي او تر دې دمه پکې شپږ ملکيان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

دغه راز دوه ورځې مخکې هم په غزني او خوست ولايتونو کې د هوايي بريدونو او شپنيوعملياتو پر مهال څلور ماشومان او د يوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

که څه هم په روزګان، تخار، بدخشان او يو شمير نورو ولايتونو کې چارواکي خپل عمليات بريالي بولي خو ځايي سرچينې او طالبان وخت ناوخت له دولتي ځواکونو د ځينو سيمو نيولو ادعا کوي.

يوې باوري خبري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د افغانستان دفاع وزارت او سيمه ييز امنيتي مسئولين په روانو عملياتو کې هره ورځ د سلګونو طالبانو د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي خو په وينا يې هيڅکله يې د خپلو عملياتو وروستي ثبوتونه او په عملياتو کې د وژل شويو لسو طالبانو جسدونه هم رسنيو ته نه دي ښودلي.

په دې وروستيو کې په بدخشان او ځينو شمالي ولايتونو کې په هوايي بريدونو کې له بي ۵۲ جنګي الوتکو څخه کار واخيستل شو او ځينې کليوالې سيمې يې بمبار کړې، حکومت ادعا وکړه چې دغه بمبارۍ يې د طالبانو په ځپلو کې اغيز لرونکي دي.

خو ليکوال او د طالبانو چارو څېړونکی عبدالرحيم ثاقب بيا وايي، “په شمال کې له چین او تاجکستان سره په پوله د امریکايي بي ۵۲ الوتکو نوي پوځي مانور کټ مټ په تیر پسرلې کې د امریکایانو لخوا پراچین ولسوالۍ د بمونو د مورغورځولو ته ورته یو اقدام دی چې امریکایان غواړي په سیمه کې خپلو دوو پوځي او اقتصادي حریفانو مسکو او بیجینګ ته داسې یو پوځي پیغام ورسوي لکه په اچین کې د بمونو د مور په کارولو سره يي چې یې شمالي کوریاته ورساوه”.

د هغه په خبره، کومې سيمې چې د بي ۵۲ په وسيله په بدخشان کې بمبار شوي د وردوج ولسوالۍ مربوط د باشند ، چاکران ، غینو او اب جین سرحدي کلي دي چې د تاجکستان له پولې تقریبا ۱۰۸ تر ۱۱۰ کیلو میټره واټن لري .

که څه هم دفاع وزارت وايي، په بدخشان او هلمند کې د وروستيو بمبارونو له کبله د طالبانو د پټنځايونو مخه نيول شوې خوطالب وياند ذبیح الله مجاهد بيا پر خپل وټس اپ ليکلي و، په يادو سيمو کې امريکايي ځواکونو د عامو خلکو کورونه په نښه کړي او په وينا یې چې طالبانو ته پکې زیان نه دی اوښتی زياتوي چې په بمباریو کې وېجاړ شوي ګاډي، د تېلو ټانکر او هټۍ د ځايي خلکو دي.

د څېړونکو په باور، روان کال به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې نورې هم زور واخلي او ورسره  به بشري تلفات زیات شي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ يا CPAG د راپور له مخې، د روان ۲۰۱۸م کال په لومړۍ مياشت کې نږدې ٦٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سياسي شنونکي يوسف امين ځاځي مسير ورځپاڼې ته د بهرنيو او داخلي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ مسله بولي زياتوي چې ډېرېدونکي هوايي بريدونه د طالبانو ليکي نه شي کمزورې کولای او يواځې به ملکي مرګ ژوبله زياته کړي چې د هېواد امنيتي وضعيت د لا خرابېدو سبب ګرځي.

دغه راز د چارو يو بل شنونکی حليم شملزی هم په دې باور دی، چې هوايي بريدونه د وسله والو په ليکو اغيز نه شي کولای په خبره يې چې پر ملکي خلکو ظلمونه، هوايي بريدونه، پر ملکي مرګ ژوبلې د حکومت چوپتيا، بې عدالتي د دې لامل کېږي چې د طالبانو ليکې پیاوړې او د دولت سره د خلکو کرکه نوره هم زياته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button