د سالنګونو لار د هر ډول موټرو پر مخ وتړل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۳) د سالنګونو د لويې لارې مسئولين وايي، چې د زياتې واورې ورېدنې له کبله يې د هر ډول موټرو پر مخ دغه لاره تړلې ده.
څو ورځې مخکې په سالنګونو کې د ډېرې واورې ورښت له کبله لويو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.
خو اوس د سالنګونو د ساتنې او څار مسوول جنرال محمد رجب وايي، تېره شپه په سالنګونو کې له اندازې زياته واوره شوې په خبره يې چې په سالنګونو کې لس ځلې واوره ښويېدلې او لاره يې تړلې ده.
نوموړی وايي، په سالنګونو کې له تېرې اوونۍ راهيسې واورې ورېدل پېل شوي او تر اوسه هم دوام لري.
د رجب په خبره، په جنوبي او شمالي سالنګونو کې يونيم متر واوره شوې او تر هغې چې لارې هوا نه وي ښه شوي، تر نامعلومې مودې به دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وي.
هر کال د ژمي په موسم کې په سالنګونو کې د سختې واورې له کبله دغه لار تړل کېږي او وخت ناوخت د برف کوچونو او واورې ښوېيدنې له کبله مسافرو ته هم مرګ ژوبله اوړي.



