کرکټ: د زمبابوی او افغانستان راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۳) تېره شپه د افغانستان او زمبابوی د يو ورځنيو لوبو په لړۍ زمبابوی افغانستان ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه زمبابوی وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه.
زمبابوی په ټاکلو پنځوس اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۳۴ منډو هدف وټاکه.
خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په دېرش اورونو کې وسوځېدل او يواځې ۱۷۹ منډې يې جوړې او د يوه ورځينو سياليو دوهمه لوبه د زمبابوی په بريا پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او زمبابوی تر منځ د يوه ورځنيو سياليو درېيمه لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د ماسپښين په درې بجو پيل شي.



