فارياب: د پوليسو او اربکيانو تر منځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۳) د فارياب ولايت په شيرين تاب ولسوالۍ کې د اربکيانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ په نښته کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې د ه.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکريم يورش وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د ګرزيوان کلي کې د شخصي تربګنيو له کبله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په نښتو کې پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.
په نښته کې د وژل شوې کورنۍ غړيو جسدونه د ولايت مقام ته وروړل شوي او قاتلينو ته يې د سزا غوښتنه کوي.
د والي وياند جاويد بيدار د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، سيمې ته يې پلټونکی پلاوی استولی او عاملين به يې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
تر اوسه د دواړو لوريو تر منځ د پېښې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی.
خو تر دې مخکې هم، د ځينو امنيتي ادارو د سرتيرو له لوري پر يو بل وسله وال بريدونه شوي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په مزار شريف کې د دوو وکيلانو تر منځ په نښتو کې اووه تنه وژل شوي و.
له هغې مخکې د روزګان په چارچينو ولسوالۍ کې د دوو دولتي قوماندانانو تر منځ په نښتو کې هم پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



