خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

هیواد:
د ولس له برخليك سره ناروا لوبې
شناند:
نو ځکه طالب جان کوي لوبغاړي سره د پنځم مذهب روا لوبې
اراده:
په اسلام اباد كې د پښتنو ستر مدني پاڅون
شناند:
ځکه چې حق هیڅکله ورکول کیږي نه چې ونه غوښتل شي
اصلاح:
پاكستان هم دوست هم دښمن؟!
شناند:
اوس به کوم خوا زور کوې؟
ویسا:
آيا هېواد په كنډواله او هدیره بدل شي؟
شناند:
طبعی ده چې څو مفسدین پر خلکو حاکم وي
افغانستان:
چوپتيا آخر تر كومه؟!
شناند:
تر هغې چې ملت کمزوری وی
د بهرنیو چارو وزارت:
افغان او پاکستاني چارواکي پر مهمو مسئلو هوکړې ته نه دي رسېدلي
شناند:
ځکه چې یو بل ته غله دي
کارپوهان:
حکومت او جمعیت د واک او امتیاز له وېش پرته پر ملي مسئلو فکر نه کوي
شناند:
ځکه چې امریکا دا حکومت د جمعیت په اوږو د ټوپک د ایښودلو او د ملت د وژلو په واسطه راوست، نو ځکه اوس دواړه لوري امتیازات خپل پلرنی حق بولي.
امنیتي سرچینه:
د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ۱۶ دولت پلوه وسله وال وژلي
شناند:
اوس به کوم خوا تښتئ؟ له یوې خوا استشهادي زمری او له بلې خوا نفوذي پړانګ
مقامات محلی غور:
یک محمولۀ بزرگ مهمات گروه تروریستی داعش کشف و ضبط گردید
مبصر:
بادارهای ایشان مهمات میدهند و غلامان ایشان ضبط میکند، ولې یکې از دیګر خود را غافل جلوه میدهند، تا در خاک چشم ملت خاک بپاشند.
د بودیجې د نړیوال سازمان د سروې پر بنسټ:
افغانستان د ۲۰۱۷ کال بودیجې د شفافیت په برخه کې ۴۹ نومرې وړې دي
شناند:
یعنی 51 سلنه غلا او فساد
ویسا:
له ډيورنډه پورې پښتانه او د حكومتونو غولوونكي سياستونه
شناند:
حکومتونه دې د قذافي له مرګه دې عبرت واخلي
اصلاح:
په پاکستان کې اعتراضونه: د سولې یو بل فرصت
شناند:
فکر نه کوم چې دا وړۍ شړۍ شي
اراده:
د شرم د دوام لپاره د قیادي شورا رامنځته کېدل
شناند:
د امریکا له سترو لاسته راوړنو څخه
هیواد:
په قیادي شورا مو بیا تېر باسي
شناند:
په منډیی کې خو تیرایستل یو طبیعي کار دی
ویسا:
د چین او افغانستان ترمنځ رسنیزې همکارۍ د دواړو هېوادونو وګړي نور هم سره نږدې کولی شي
برعکس غیر متجانس فکتورونه هیڅکله هم سره نشي یو ځای کیدلای، مسلمان + کمونیزم = ناشونی کار



